Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
کړې چې تاسو هم د دې شئ، بے شکه دُنيا صرف فاني ده او آخرت باقي دے. تاسو فاني (دُنيا) چرته اونه غولوي او د باقي (آخرت) نه مو غافله نه کړي.
ہے یہ دنیا بے وفا آخِر فنا چل دیئے دُنیا سے سب شاہ و گدا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زمونږ د پاره نصيحت دے، دُنيا فاني ده، آخرت باقي دے خو افسوس چې زمونږ پۀ زړونو باندې دُنيا راخوره ده، نن سبا دلته دا انداز وي چې د نيکانو خلقو پۀ خِدمت کښې حاضري وي نو هٰغه وخت هم خلق د دُنيا د پاره دعاګانې کوي، بعضې خو پير هم دې د پاره جوړوي چې د دُنيا مشکلات يـې اسان شي، پيسه ورته راشي، د کاروبار خنډان [يعنې رکاوټونه] يـې ختم شي.
د حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مبارک انداز څۀ وو...؟ هغوئي به تر لرې لرې پورې سفر کولو او د اوليائے کرامو پۀ خدمت کښې به حاضريدلو خو پۀ زړۀ کښې يـې طلب څۀ وو؟ واورئ! اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ فيضانِ سُنَّت جلد اوَّل صفحه: 419 باندې ليکي: حضرت دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ درې دوستان د حضرت شيخ ابنِ مَعلا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زيارت د پاره د رَملَه نومې کلي پۀ لور روان شو. پۀ لار کښې مو دا خبره وټاکله چې پۀ مونږ کښې به هر کَس څۀ نا څۀ مُراد پۀ خپل زړۀ کښې ساتي. ما دا مُراد وساتلو چې زما د حُسين بن منصور حَلّاج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُناجات او شعرونه پکار دي. دويم دا مُراد وټاکلو چې ما ته د توري(Spleen) د بيمارۍ نه شِفا حاصله شي. دريم دا ووئيل چې زما د صابُونۍ حلوه خوړلو خواهش دے. مونږ چې کله پۀ خِدمت کښې حاضر شو نو حضرت شيخ ابنِ مَعلا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت حُسين بن منصور حَلّاج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شعرونه او مُناجات ليکلي وو او زما د پاره يـې تيار کيښودي وو کوم يـې چې ما ته راعطا کړل. د دويم درويش پۀ خيټه باندې يـې لاس راښکلو او د هغۀ د توري (Spleen) تکليف ختم