Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
رغبت دے نو د مال او دولت رغبت دے * د ماڼو، بنګلو او ګاډو رغبت دے * د بينک بيلنس رغبت دے * د عيش او عشرت رغبت دے * د سيل او تفريح رغبت دے * د سوشل ميډيا رغبت دے * د لائيک زياتولو، مشهوريدو رغبت دے * که نشته نو د نـمونځونو رغبت نشته * د روژو رغبت نشته * د عِلمِ دِين زده کولو او ښودلو رغبت نشته * د نيکۍ د دعوت د ورکولو رغبت نشته * پۀ مَدَني قافلو کښې د تللو رغبت نشته * پۀ مدرسـة الـمدينه بالغانِ کښې د قرآنِ کريم د لوستلو او ښودلو رغبت نشته * د تفسير اوريدو او نورو ته بيانولو رغبت نشته * افسوس چې د قبر د ښکلي کولو، د الله پاک د راضي کولو او پۀ آخرت کښې د کاميابۍ موندلو رغبت نشته.
کاش چې د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان مو نصيب شي او مونږ هم د الله پاک پۀ لور راغب شو.
الله پاک فرمائي:
وَ تَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًاؕ(۸) (پارہ:29، سورۂ مزمل:8)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د ټولو نه جُدا شوے هُم د هغۀ جوړ شوے اوسه.
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: غَيرُ الله ته سر ښکته کول جائز نه دي، نو بيا زړۀ ښکته کول څنګه صحيح کيدے شي...!! ([1]) يعنې مونږ پۀ زړۀ کښې د دُنيا رغبت او محبت راوستے څنګه شو...؟ رَبِّ کريم مونږ د دُنيا د پاره نۀ بلکه د خپل عبادت د پاره پيدا کړي يو.
جهان دے ستا د پاره، تۀ نۀ يـې جهان د پاره
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه