Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

دا خوښوي بلکې د الله پاک بندګان خو هميشه د خپل باطن د صفايۍ پۀ لور توجه کوي.

د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې فيصله باندې هٰغه غير مسلمه دومره متاثره شول چې ټولې ډلې کلمه و وئيله او مسلمانان شول. د دې نه پس ټول بهټي قوم هم اِسلام قبول کړو. ([1])

آفتابِ فیض ہے تُو فقر کا مہرِ منیر                                                                         صاحِبِ تاجِ کرامت، مُلْکِ معنیٰ کا امیر

طالبوں کا قبلۂ جاں، عارفوں کا زندہ پیر                                             نامرادوں کی مراد اور بیکسوں کا دستگیر

گَنْج بَخْشِ فِیْضِ عَالَم مَظہرِ نُورِ خُدا

نَاقِصَاں رَاپیرِ کَامِل، کَامِلَاں رَا رَہْنما

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نفس د خواهشاتو نه بچ کيدونکے

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! هغوئي د نفس د خواهشاتو نه ډير لرې او د الله پاک د رضا طلبګار وو. د بهاټي دروازے نوم که هجويري دروازه کيښودلے شوے وے نو پۀ دې کښې د هغوئي شهرت وو، د هغوئي عزت وو، نوم وو.

نن سبا پۀ داسې خبرو باندې جنګ جګړې کيږي، د هغۀ نوم دې واخستو، زما نوم دې ولې وانخستو؟ د واده کارډونه چې چاپ کيږي نو پۀ خاندان کښې مسئله جوړيږي، د واده پۀ کارډ کښې دې زما نوم ولې نه دے ليکلے؟ پۀ دې خبره باندې تعلقات پريښودلے کيږي؟ چې د نوي کاروبار افتتاح وي نو مشکلات رامخې ته کيږي، که د فلانکي صاحب نوم مو وانخستو مخکښنئ  کُرسۍ کښې مو ځائے ورنکړو نو بد به وګڼي، د جومات د پاره د 5 زره روپو ورکوونکي که چرې نوم وانخستے شي او دُعا


 

 



[1]... (کشف و کَرامات حضرت گنج بخش).