Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
اِختيار کړو نو د دُنيا او د آخرت ټول خيرونه د دې پۀ برکت نصيب کيدے شي. داسې کوم يو ښکلے اُصُول دے؟ دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږه تربيت فرمائي، ليکي: بنده له پکار دي چې د الله پاک پۀ مشاهده کښې عمل وکړي.
اوس د دې څۀ مطلب دے؟ دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مطلب دا دے چې بنده دا پوخ يقين وساتي چې هغۀ د خُدائے پۀ عِلم کښي دے او الله پاک د هغۀ ټول کارونه ويني. ([1])
دا يو اُصُول دے که چرې مونږ دا اِختيار کړو نو دُنيا به مو هم ښه شي او آخرت به مو هم ښه شي.
دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: حضرت حاتِم اصم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: د کله نه چې زما سره د څلورو خبرو عِلم راغلے دے، د هٰغه وخت نه زۀ د دُنيا د ټولو علومو نه بے پروا شوے يم، خلقو پوښتنه وکړه: هٰغه څلور خبرې کومې دي؟ اوئې فرمائيل: (1):يو دا چې ما ته معلومه شوه چې زما رزق ليکلے شوے دے، کوم چې نۀ کميدے شي او نۀ زياتيدے شي، لہٰذا زۀ د زيات د خواهش نه بے نيازه شوے يم (2):ما ته معلومه شوه چې د خُدائے پۀ ما باندې حق دے کوم چې زما نه علاوه بل څوک نشي ادا کولے، ځکه زۀ د هغې پۀ ادا کولو کښي مصروف يم (3): ما ته معلومه شوه چې مرګ پۀ ما پسې راپسې دے، زۀ د دې نه تښتيدے نشم، لہٰذا ما هغه وو پيژندلو (4):ما ته معلومه شوه چې زما څوک مالِک شته ، کوم چې هر وخت ما ويني، لہٰذا زۀ د هغۀ نه شرميږم او د نافرمانو نه ځان بچ ساتم.
دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: پۀ بصره کښې يو مالداره کَس وو، يوه ورځ هغۀ خپل