Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
والا کارونو کښې پۀ تيرولو کښي کامياب شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د داخلې ترغيب
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآنِ کريم د لوستلو او نورو ته د ښودلو سره ډير شوق وو، دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ماشومتوب کښې ډير پۀ کم عمر کښې قرآنِ کريم پوره لوستلے وو، منقول دي چې هغوئي څنګه حروف وپيژندل نو ټول قرآنِ کريم يـې د ناظرې سره ولوستلو، که يو خوا د هغوئي د قرآنِ کريم د لوستلو سره شوق وو نو بل خوا يـې نورو ته د ښودلو جذبه هم وه، پۀ روايت کښې دي چې کوم جومات هغوئي جوړ کړے وو هلته هغوئي د قرآنِ کريم د ښودلو سلسله هم شروع کړې وه.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دا ديني تحريک پۀ مسلمانانو کښې د قرآنِ کريم پۀ تعليم عام کولو کښې مصروف دے. افسوس چې نن د مسلمانانو يوه شميره داسې هم ده کومه چې د کتلو سره هم پۀ صحيح انداز کښې قرآنِ کريم نشي لوستلے، څوک يـې چې لولي هغوئي هم پۀ تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي، د کوم له وجهې چې يـې نـمونځ هم نه کيږي. مسلمانانو ته د قرآنِ کريم د درست تعليم ورکولو د پاره دعوت اسلامي کښې يوه شعبه پۀ نوم د مدرسةُ الـمدينه بالِغان جوړه کړے شوې ده، پۀ کومه کښې چې د زيات عمر اِسلامي وروڼو ته پۀ صحيح مخارج سره د قرآنِ کريم لوستلو تعليم ورکولے شي، د قرآنِ کريم د لوستلو او نورو ته د ښودلو ډير فضائل دي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې بهتر هغۀ دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته يـې] وښائي. ([1]) پۀ يو بَل روايت کښې دي: چا چې قرآنِ کريم زده کړو او اوئې ښودلو او څۀ چې پۀ قرآنِ کريم کښې دي پۀ هغې باندې يـې عمل وکړو، قرآنِ کريم به د هغۀ