Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

لرې وتو سره داسې مغروره شول چې د دوئي عقلونه د الله پاک پۀ رازونو د پوهيدو نه عاجزه شو، انجام يـې دا شو چې انسان د غفلت پۀ تيارۀ کښې غرق شو، هم دغه وجه ده چې خلق د خپلې کاميابۍ او د نجات نه غافله دي، د دوئي کارونه د نفساني خواهشاتو تابع پاتې شول، بيا يـې حالت دا شو چې پۀ دوئي کښې د خوراک، څښاک، اوده کيدو او د نفس د خواهشاتو نه علاوه د بَل هيڅ څيز هوش پاتې نه شو. الله پاک خپلو بندګانو ته د دې ټولو کارونو نه د بچ کيدو حکم کړے دے.(1) ارشاد دے:

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَ یَتَمَتَّعُوْا وَ یُلْهِهِمُ الْاَمَلُ (پارہ:14، سورۂ حجر:3)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو پريږدئ چې هغوئي خوري او مزے کوي او اُمِّيد يـې پۀ غفلت کښې اچولي ساتي.

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره رښتيا خبره ده، آه! افسوس...!! اوږدو اُميدونو مونږ پۀ دوکه کښې اخته کړي يو، مرګ راتلونکے دے، خامخا به راځي، قبر ته کوزيدل دي، د خپلو اعمالو حساب ورکول دي خو افسوس! چې زمونږ سره د دې هډو فِکر نشته، پوهيږو چې مړه کيدل دي خو انداز مو داسې دے لکه چې هم دلته پاتې کيدل دي، پوهيږو چې قبر ته کوزيدل دي خو اعمال مو داسې دي لکه چې هډو مړه کيږو به نۀ، منو چې حساب ورکول دي خو انداز داسې دے لکه چې زمونږ نه هډو څوک تپوس کولو والا نشته. کاش چې د اوږدو اُميدونو نه نجات حاصل شي...!!

آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں         سامان سو برس کا ہے پل کی خبر نہیں

د ژوند تيرولو يو لار ښودونکے اُصُول

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ژوند تيرولو يو بهترين اُصُول دے، که چرې مونږ دا اُصُول اختيار کړو نو زمونږ به د آخرت فِکر هم نصيب شي، تقویٰ او پرهيزګاري به مو هم نصيب شي، د فضولياتو نه به هم بچ شو، نيکان به هم جوړ شو، د ګناهونو د عادت نه به راته نجات هم ميلاؤ شي او که الله پاک وغوښتل نو پۀ دُنيا، قبر او حشر کښې به نجات هم حاصل کړو. يعنې اُصُول دا دے، که چرې مونږ پۀ صحيح معنو کښې دا