Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

پۀ دې دُنيا پسې نه ځو، د دُنيا د پاره ژوند نه تيروو، مونږ د دُنيا نه د بے رغبتۍ سره د آخرت پۀ فِکر کښې د الله پاک د رضا د پاره ژوند تيروو.

د دَاتا حُضُور لاهور ته تشريف راوړل

دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته پير صاحب حکم وکړو چې ځويه! لاهور ته لاړ شه...!! هلته لاړ شه او د دِين خدمت وکړه! (فیضان دَاتا علی ہجویری)

مَاشَآءَ اللہ! د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جذبے ته وګورئ! د پير صاحب اطاعت ته يـې وګورئ! ملک بدل، ښار بدل، نا اشنا خلق، ژبه مختلف، پۀ لاهور کښې يـې څوک پيژندګلو والانشته، څوک خپل نشته او سفر هم څو سوه کلوميټره اوږد دے خو دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پير صاحب پۀ فرمان باندې فوراً لبيک و وئيلو او د لاهور پۀ سفر باندې روان شولو. هلته د رسيدو سره هغوئي د دِين ډير خدمت وکړو او زرګونو خلقو ته يـې کلمه و وئيله، د لکونو خلقو ظاهري او باطني اِصلاح يـې وکړله او پۀ برصغير کښې يـې د اِسلام رڼا خوره کړله.

تاسو هم د الله پاک پۀ لار کښې سفر کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله والؤ د سيرت د اړخ يو شان دے، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه واخله تر اوسه پورې چې څومره هم نيکان بندګان تير شوي دي، دوئي ټولو به د الله پاک پۀ لار کښې سفر کولو، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته وګورئ! دوئي د عرب اوسيدونکي وو خو د چا مزار مبارک پۀ اِستَنبول کښې دے، د چا مزار مبارک پۀ دِمَشق کښې دے، د چا مزار مبارک پۀ شام ملک کښې دے، څوک پۀ هندوستان کښې ارام فرمائي، څومره داسې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دي د کومو مزارونه چې پۀ پاکستان کښې هم دي، دا ولې دي؟ ځکه چې دې حضراتو به د الله پاک پۀ لار کښې سفر کولو، دغه شان به امامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مدينه منوره کښې اوسيدلو، د هغوئي مزار مبارک پۀ عراق کښې دے، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جيلان اوسيدونکے