Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

شو. دريم ته يـې وفرمائيل: صابُونۍ حلوه د شاهي دربارونو خوراک دے خو تاسو د صوفيانو جامې اغوستې دي! پۀ دواړو کښې يو څيز اختيار کړئ.

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مزاج مبارک باندې غور وکړئ! تر لرې لرې پورې به يـې سفر کولو، د اوليائے کرامو پۀ خِدمت کښې به حاضريدلو، هغوئي د ژوند ډيره حصه پۀ سفر کښې تيره کړله خو دُنيا يـې طلب نۀ کړه، د اوليائے کرامو پۀ خِدمت کښې چې به حاضريدلو نو پۀ هغوئي باندې به يـې هم د دنيائي ښه والي د پاره دعا نه کوله بلکه  د آخرت فائده به يـې مخې ته کيښودله.

ټول قوم مسلمان شو

د لاهور ښار يو ډير مشهور ځائے دے: بَهاټي دروازه. دې ته بهاټي ګيټ هم وئيلے شي. دلته بهټي قوم اوسيدو، پۀ دې نسبت سره دې ته بهاټي دروازه وئيلے شي. هٰغه وخت دا ټول بهټي قوم غير مسلمه وو. دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله لاهور ته تشريف راوړلو، د نيکۍ د دعوت پۀ ورکولو يـې لاس پورې کړلو، چې پۀ نتيجه کښې يـې ډير خلق مسلمانان شول، ډير پکښې د نيغې لارې مسافر هم جوړ شول.

بيا به داسې کيدل چې ډير زيات مسلمانان به د دِين زده کولو د پاره، د فيض حاصلولو د پاره د هغوئي پۀ خِدمت کښې حاضريدل نو پۀ هٰغه بهاټي دروازه باندې به راتيريدل او راتلل. يو ځل عقيدت مندو داسې وکړل چې د بهاټي دروازے نوم يـې بدل کړو او د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ نسبت سره يـې هجويري نوم کيښودلو. د بهټي قوم  غير مسلمه د چا  پۀ نسبت سره چي  د بهاټي دروازه نوم کيښودلے شوے وو، پۀ هغۀ دا خبره ډيره بده  ولګيدله، د بهټي قوم يوه ډله د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضره شوه. ټوله واقعه يـې بيان کړله، دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ اطمينان سره د هغوئي خبره واوريدله، بيا يـې و فرمائيل: د دروازے نوم دې هم بهاټي وي، بدلولے کيږي به نۀ. نور يـې وفرمائيل: د الله پاک د بندګانو ظاهري عزت او شهرت خوښ نه وي، نۀ هغوئي