Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو، نيت وكړئ چې! * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش به کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مرکزُ الاولياء لاهور نه يـې ورته کعبه وښودله

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ کتابونو کښې ليکلي دي چې حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله لاهور ته تشريف راوړلو نو هغوئي دلته د راتللو سره د ټولو نه مخکښي  جومات جوړ کړو. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده، دا به د الله والؤ انداز وو چې دوئي به د خپل کور فِکر کم او د الله پاک د کور (يعنې جومات) فِکر زيات کولو، که د ځان د اوسيدو د پاره به کور وو او که نۀ خو د الله پاک د عبادت د پاره به يـې د جومات اهتمام ضرور فرمائيلو. د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمل مبارک  هم دا وو چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله هجرت وکړو او مدينے منورې ته يـې تشريف يوړلو، چې کله هغوئي قبا ته ورسيدلو نو  هلته يـې د مسجدِ قبا بنياد کيښودلو، بيا چې يـې مدينے منورې ته تشريف يوړلو نو هلته يـې هم مسجدِ نبوي شريف جوړ کړو. ([3])


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 .

[2]... کشف المحجوب، ص 5.

[3]... سیرت مصطفیٰ، ص 351.