Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
چاہو گر بَرَکتیں قافِلے میں چلو پاؤگے عظمتیں قافِلے میں چلو
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
ژوند د آخرت ګټلو د پاره مخصوص دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بعضې وخت شيطان زمونږ زړونو ته وسوسې راچوي، نفس سستي کوي، مثلاً * پۀ مَدَني قافله کښې خو به سفر وکړم خو د دُکان به مې څۀ کيږي؟ * زړۀ خو مې غواړي چې عِلمِ دِين زده کړم خو د کار روزګار نه نۀ وزګاريږم * زړۀ خو مې غواړي چې پۀ مدرسـة الـمدينه بالغان کښې شرکت وکړم او په درست طريقے د عربي لب و لهجے سره قرآن کريم زده کړم خو وخت نه ميلاويږي، داسې چې کله د بچو فِکر وي، بس هم د دې فِکرونو له وجهې مونږ د دِين د کارونو نه محرومه پاتې شو. د سوچ خبره ده، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ، اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم چا چې به د الله پاک پۀ لار کښې سفر کولو، آيا د هغوئي به څۀ کار نه وو، آيا د هغوئي کور کلے نه وو، آيا د هغوئي کاروبار نه وو؟ بيا به هم دې د اوچتو مرتبو لرونکو خلقو د دِين د پاره وخت څنګه ويستو؟ جواب صرف هم يو دے، هغه دا چې دا د اوچتې مرتبے خلق به پۀ دُنيا کښې د دُنيا د پاره نۀ بلکې د آخرت د پاره اوسيدل، د دوئي د ژوند مقصد دُنيا ګټل نۀ بلکه د آخرت خيرونه موندل وو، د هغوئي پۀ زړۀ او دماغو باندې به هر وخت د آخرت فِکر راخور وو، ځکه به دوئي د دِين د پاره ډيرې قربانۍ هم ورکولې، تر لرې لرې پورې به يـې سفر هم کولو، د دِين د خدمت د پاره، د الله پاک د راضي کولو د پاره، د قبر د ښکلي کولو د پاره، پۀ آخرت کښې د کاميابۍ حاصلولو د پاره به چې خپل هر څۀ قربانول وو نو هم به دوئي وروستو نه پاتې کيدل. کاش چې مونږه هم د دُنيا د پاره نۀ بلکه د آخرت د پاره ژوند تيروونکي جوړ شو. حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د ټولو نه کومه آخري خطبه ارشاد کړله پۀ هغې کښې هم دا دي چې الله پاک تاسو ته دُنيا صرف دې د پاره عطا کړې ده چې تاسو د دې پۀ ذريعه د آخرت تيارے وکړئ، دې د پاره يـې درته نه ده عطا