Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
باغ ته لاړو نو هغۀ د باغوان ښائسته ښځه وليدله، د مالداره کَس پۀ زړۀ کښې شيطان راغلو، هغۀ باغوان پۀ څۀ بهانه باندې بهر وليږلو او زنانه يـې کور ته راوستله او اوئې وئيل: دروازه بنده کړه! زنانه د الله پاک نه ويريدونکې وه، هغې ووئيل: ما ټولې دروازے بندې کړې دي خو يوه دروازه اوس هم برسيره ده، هغۀ زۀ نشم بندولے. مالداره کَس وه وئيل چې هغه کومه يوه دروازه ده؟ زنانه وه وئيل: هغه دروازه زمونږ او د خُدائے ترمينځه ده. دا يـې چې واوريدل نو مالداره کَس ځان سره ډير وشرميدو او توبه يـې کړله.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې څومره ښکلے اُصُول دے، بس چې مونږ دا پۀ خپل زړۀ کښې کښينوو چې الله پاک ما ويني. د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه ټول کارونه صحيح شي.
د الله پاک ليدلو ته کم مۀ ګوره...!
د حضرت وُهيب بن وَرد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې چا عرض وکړو چې ما ته نصيحت وکړئ! هغوئي ډير ښکلے نصيحت وکړو، د الله پاک ليدل چې تا ته د خلقو د ليدلو نه کم محسوس شي، د دې خبرې نه وه يَريږه.
مطلب دا چې يو خو خلق مونږه ويني، د دې سره سره رَبِّ کريم هم مونږه ويني، خلق مو ويني نو چې کوم انداز وي، کومه ويره وي، بنده د ګناه کولو نه، د بدو کارونو نه ويريږي، د خلقو نه شرميږي، د الله پاک ليدل د دې نه کم اهم مۀ ګڼه...!! بے شکه الله پاک مو ويني، دا ډيره د اهميت خبره ده، لہٰذا څومره چې د خلقو د ليدلو نه ويريږې، د دې نه ډير زيات د الله پاک د ليدلو نه ويريدل شروع کړه، څومره چې د خلقو د ليدلو نه شرميږې، د دې نه ډير زيات د الله پاک نه شرميدل شروع کړه...!!
چھپ کے لوگوں سے کئے جس کے گُنَاہ وہ خبردار ہے کیا ہونا ہے
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي. کاش چې مونږ د نفس د خواهشونو نه بچ شو، د دُنيا د محبت نه لرې شو، د آخرت فِکر وکړو او دا د يو څو ورځو فاني ژوند د الله پاک د رضا