Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

وخت هغوئي پۀ سفر کښې تير کړو، ډيرو اِسلامي ملکونو ته لاړلو او د تللو مقصد يـې څۀ وو؟ د مال او دولت د پاره نۀ، د دُنيا ګټلو د پاره نۀ، د عزت او شهرت د پاره نۀ، د دُنيا د ښکلو ځايونو ليدلو د پاره نۀ بلکې هغوئي ډير زيات سفرونه وکړل، د عِلمِ دِين زده کولو د پاره، د باطِن د صفايۍ د پاره، د لويو لويو اوليائے کرامو پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ او د فيض حاصلولو د پاره.

دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِراق، شام، لَبنان، آذِر بائيجان، خُراسان او تُرکِستان وغيره ډيرو ملکونو سفر وکړو، د هٰغه دور تقريباً د 300 د اوچتو مرتبو د اوليائے کرامو پۀ خِدمت کښې حاضر شو او فيض يـې ترينه حاصل کړو * د چين د يو کلي پۀ باره کښې دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته معلومه شوه چې هلته د الله پاک يو وَلِي اوسيږي، هغوئي ډير اوږد سفر وکړو او هلته ورسيدلو او د هٰغه بزرګ د زيارت شرف يـې حاصل کړو. ([1]) *يو ځل هغوئي پۀ سفر کولو بيتُ الجن نومې کلي ته ورسيدل، هلته يـې د حضرت شيخ ابو الحسن خُتَّلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ملاقات وشو، د هغوئي تقویٰ يـې وليدله، پرهيزګاري يـې وليدله، د عِلم خبرې يـې واوريدلې نو  داسې متاثر شول چې د هغوئي پۀ لاس يـې بيعت وکړو، بيا تر ډيرې مودې پورې د پيرِ کامِل پۀ خِدمت کښې پاتې شو او د رُوحاني ترقۍ منزلونو کښي  روان وو. (فیضان دَاتا علی ہجویری)

د پير صاحب ورکړے شوے يو سبق

دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل پير صاحب نه ډير څۀ زده کړل، پۀ دې کښې يو سبق کوم چې هغوئي پۀ کَشْفُ الْمَحْجُوْب شريف کښې هم ذِکر کړو، ليکي: پير صاحب به فرمائيل: اَلْدُّنْیَا یَوْمٌ وَ لَنَا فِیْہِ صَوْمٌ يعنې دُنيا د يوې ورځې ده او زمونږه پۀ دې ورځ روژه ده.

سُبْحٰنَ اللہ! مطلب دا دے چې دا دُنيا عارضي ده، فانِي ده، زر ختميدونکې ده، مونږ


 

 



[1]... دَاتا گنج بخش، حیات و افکار، ص:61.