Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

ونکړے شي نو هنګامه کيدے شي، داسې خبرې اوس عامې دي خو د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مبارک انداز ته وګورئ! يو خوا د هغوئي شهرت دے، يو خوا د دِين سر لوړي ده، يو خوا د هغوئي نوم دے، بل خوا د الله پاک رضا ده، دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل شهرت ته اونه کتل، د دِين سر لوړۍ ته يـې وکتل، خپل نوم يـې نه کيښودو، د الله پاک رضا يـې وغوښتله، لہٰذا الله پاک د هغوئي پۀ کار کښې داسې برکت واچولو، پۀ خُله کښې يـې داسې اثر کيښودو چې ټول قوم کلمه و وئيله او مسلمان شول.

د رَبّ رضا غوښتونکے...

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مبارک عادت وو چې هغوئي به يو کار هم د نفس پۀ خواهش باندې نۀ بلکې د الله پاک د رضا د پاره کولو، د دې صرف يو مثال وړاندې کووم، د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې يوه پوښتنه وشوه، علمي پوښتنه وه، هغوئي ته د دې جواب ورکول وو. دا يقيناً چې خالص دِيني کار وو خو دا دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو، هغوئي ته معلومه وه چې خالص پۀ دِيني کار کښې که چرې هم د نفس خواهش شامِل شي نو د آخرت د پاره نقصان کيدے شي، نو هغوئي وړومبے اِستخاره وکړه، د دې معلومولو د پاره چې دا دِيني کار به زما د آخرت د پاره بهتر وي او که نه وي؟ پۀ استخاره کښې د بهترۍ اشاره ميلاؤ شوه، بيا هم هغوئي بے ويرې جواب ليکل شروع نکړو بلکې فرمائي: بيا ما ښه ښه نيتونه وکړل، بيا مې جواب ليکل شروع کړلو.

هغوئي داسې ولې وکړل؟ پخپله د دې حکمت بيانوي او فرمائي: پۀ کوم کار کښې چې د نفساني اَغراض (يعنې د نفس خواهشات) شامل وي، د هٰغه کار نه برکت ځي، زړۀ د نيغې لارې نه لرې کيږي او انجام يـې ښه نه وي. ([1])


 

 



[1]... (کشف و کَرامات حضرت گنج بخش).