Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

د سائنسي آلاتو پۀ ذريعه سپوږمۍ ته ورسيدله، دا هم د الله پاک عطا ده، اوليائے کرام رُوحاني اوچت والي ته وه رسيدل، دا هم د الله پاک عطا ده، سائنس د سټيلائيټ (Satellite) پۀ ذريعه ټوله دُنيا پۀ يو پيج وښودله، دا هم د الله پاک پۀ عطا کړے شوي طاقت سره دي، دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل رُوحاني طاقت سره د لاهور نه کعبه وښودله، دا هم د الله پاک پۀ عطا سره دي.

لکه څنګه چې سپوږمۍ ته رسيدل پۀ ذِهن کښې راځي، د سټيلائيټ پۀ ذريعه ټوله دُنيا پۀ ګوګل ميپ (Google map) باندې کتل پۀ ذِهن کښې راځي، پۀ دې باندې اعتراض ناداني ده، هم داسې د اوليائے کرامو پۀ کراماتو باندې اعتراض کول هم ناداني ده، ولې چي پۀ دې دواړو پسې چې کوم طاقت دے، هغه الله پاک عطا کړے دے او

وَ مَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا(۲۰) (پارہ:15، بنی اسرائیل:20)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستا د رَبّ پۀ ورکړه هيڅ بنديز نشته.

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وضاحت وکړم چې پۀ سائنسي ايجادونو او د اوليائے کرامو پۀ کراماتو کښي د زمکې او اسمان فرق دے، د دوئي پۀ خپل مينځ کښي هيڅ مطابقت نه جوړيږي، پۀ سائنس کښې ترقي خو غير مسلمه هم کولے شي خو د کراماتو ظاهريدل صرف او صرف د نيک پرهيزګاره مؤمِن ولئ کامِل نه کيدے شي. د وئيلو مقصد صرف دومره دے چې د دُنيا طلبګارو ته د دُنيا د ترقۍ طاقت هم الله پاک عطا کړے دے او آخرت غوښتونکو اوليائے ته د کراماتو انعام هم رَبِّ رحمان عطا کړے دے، لہٰذا چې څنګه خلق سائنسي ايجادات پۀ خاموشۍ سره مني، هم داسې د اوليائے کرامو پۀ کرامات باندې هم پوخ ايمان ساتل ضروري دي. الله پاک دې زمونږه صحيح پوهه نصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د آخرت فِکر اِختيار کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خبره خو ضمناً راغله، کوم آيتونه چې مونږ