Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
پيزار يـې د خَټو نه محفوظ پاتې شو
دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زۀ د خپل پيرِ کامِل (شيخ ابو الحسن خُتَّلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) سره دِمَشق ته روان ووم، پيدل سفر وو، باران شوے وو، ځکه پۀ لاره کښې خَټې وې، فرمائي: ما ته پۀ تللو کښې مشکل راپيښدو خو چې کله مې پير صاحب ته وکتل نو د هغوئي جامې او پيزار وَچ وو، هغه بالکل سخا شوې نه وې. ما پۀ حيرانتيا سره د دې د حکمت پوښتنه وکړه نو اوئې فرمائيل: د کله نه چې ما توکل اختيار کړے دے او د زړۀ نه مې لالچ لرې کړے دے، د هٰغه وخت نه الله پاک زۀ د خټو نه بچ کړے يم. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے...!! معلومه شوه چې کوم بنده د زړۀ نه د دُنيا حِرص او لالچ اوباسي او صرف او صرف د الله پاک شي، هم د هغۀ پۀ لور توجه ساتي، پۀ هغۀ باندې کامِل باور لري، الله پاک هغۀ د دنيائي ګندګۍ، د دې ځائے د بدو نه ساتي. مونږ له پکار دي چې د زړۀ نه د دُنيا محبت، د مال او دولت وغيره رغبت اوباسو، د الله پاک د محبت او د هغۀ د رضا طلبګار جوړ شو.
محبّت میں اپنی گُما یا الٰہی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یا الٰہی!
رہوں مست وبے خود میں تیری وِلا میں پِلا جام ایسا پِلا یا الٰہی!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې مونږ د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک سيرت ولولو نه معلوميږي چې هغوئي چې ټول عمر کوم محنت وکړو، کوششونه يـې وکړل، هغه ټول د آخرت د پاره وو، د دنيا د پاره هغوئي هيڅ هم اونه کړل * د خپلې ځوانۍ مبارکې ټول