Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! هغوئي ته يو ديني کار کول وو، جائز کار کول وو، د دې باوجود ورسره د آخرت فِکر وو، داسې احتياطونه يـې کول، داسې ويريدو چې هسې نه چې زۀ د دې سوال جواب خو وليکم خو پۀ آخرت کښې د دې څۀ فائده ميلاؤ نشي، ځکه هغوئي پوره اهتمام فرمائيلو.

زمونږه حال څۀ وي؟ بس پۀ زړۀ کښې د يوې خبرې راتلو انتظار وي...!! بيا سوچ نه کوو چې پۀ دې کښي څۀ فائده هم شته که نشته، د آخرت د فائدے سوچ کول خو ډيره غټه خبره ده اوس خو خلق د دُنيا د فائدے سوچ هم نه کوي، بس پۀ زړۀ کښې يـې راشي او وه يـې کړي، * ناست وي، موبائل يـې پۀ لاس کښې وي، کله يوټيوب کولاؤ کړي، کله فيس بک کولاؤ کړي، بس سکرولنګ (Scrolling)کوي، شارټس ګوري، ريلز ګوري، فضول بلکه  د ګناهونو ډکې ويډيوګانې ګوري، ډيرې ګينټې پۀ دې کار کښې تيرې شي. ووايئ چې پۀ دې کښې د آخرت څۀ فائده خو شته نه، د دُنيا څۀ فائده ده خو مونږ به څوک پوهه کوي...!! مونږ خو د نفس پۀ خواهشاتو پسې روان يو * بس چې زړۀ مو وغواړي سيلفي اخستل شروع کړو * چې شهرت مو زړۀ غواړي نو پۀ شهرت پسې روان شو * عزت او نوم ګټل مو زړۀ غواړي نو پۀ هغې پسې روان شو * پۀ سوشل ميډيا باندې پوسټونه لګوو، سيلفيانې جوړوو او اپلوډ کوو يـې * لائيکس زياتوو * سبسکرائبرز زياتوو * بس هم پۀ دې فِکرونو کښې سحر کيږي، هم پۀ دې فِکرونو کښې ماښام کيږي او عمر هم داسې ختميږي.

نَفْس و شیطان ہوگئے غَالِب             اِن کے چُنگل سے تُو چُھڑا یاربّ!

کر کے توبہ میں   پھر گناہوں   میں           ہو ہی جاتا ہوں مُبتَلا یاربّ!

زړونه غافِل شول

 دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے د حق طالبه...!! الله پاک دې تا ته طاقت عطا کړي، ښه پوهه شه چې دا دُنيا د الله پاک د رازونو ځائے دے خو خلق د اِخلاص نه د