Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
سره چليږي او د الله پاک عطا داسې ده چې پۀ دې باندې هيڅ قِسمه بنديز نشته، هغۀ چې چا ته غواړي، کله غواړي، څنګه غواړي، عطا کوي يـې.
د اوليائے کرامو پۀ کراماتو باندې اعتراض ولې؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته پۀ يوه خبره باندې غور وکړئ چې مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ غلامانِ اولياء يو او د اوليائے کرامو د کراماتو ذِکر هم کوو او دا صرف مونږ نه کوو بلکې الله پاک هم پۀ قرآنِ کريم کښې د کراماتو ذِکر کړے دے، پۀ حديثونو مبارکو کښې د کراماتو بيان دے، د حديثِ پاک د ټولو نه معتبر کتاب بُخاري شريف کښې هم د اوليائے کرامو د کراماتو ذِکر دے، بعضې وخت د کراماتو اوريدو سره پۀ ذهنونو کښې وسوسې راځي چې داسې څنګه کيدے شي؟ داسې ولۍ وشول؟ د لاهور نه کعبه څنګه ښکاريدے شي؟ د لاس په لګيدو سره شِفا څنګه ميلاويدے شي؟ وغيره وغيره.
د سوچ خبره ده، سائنسدانان (Scientists) دعویٰ کوي چې مونږ سپوږمۍ ته ورسيدو، انسان پۀ سپوږمۍ باندې قدم کيښودو، پۀ دې باندې څۀ وسوسه، څۀ خيال پۀ ذِهن کښي نه راځي، که چرې څوک سپوږمۍ ته رسيدلے نو آيا پۀ خپل طاقت باندې ورسيدو؟ پۀ خپل اختيار باندې ورسيدو؟ نۀ...!! طاقت ټولو ته الله پاک ورکړے دے، الله پاک فرمائي:
كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَ هٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَؕ- (پارہ:15، بنی اسرائیل:20)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ ستا د رَبّ پۀ عطا سره د دوئي (يعنې د دُنيا د طلبګارو) او د هغوئي (يعنې د آخرت د طلبګارو) ټولو مدد کوو.
معلومه شوه چې څوک د دُنيا طلبګار دي، هغوئي ته طاقت هم الله پاک عطا کوي، څوک چې د آخرت طالبګار دي، طاقت او توفيق هغوئي ته هم الله پاک عطا کوي، چا چې د دنيا د ايجادونو پۀ لور توجه وکړه، هغوئي ته هم طاقت الله پاک عطا کړو، څوک چې د رُوحونو پۀ پاکولو کښې مصروف دي، طاقت هغوئي ته هم الله پاک عطا کړو، دُنيا