Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
شفاعت کوي او جنَّت ته به يـې بوځي. ([1])
د دې فضيلتونو حاصلولو او قرآنِ کريم پۀ صحيح انداز کښې د لوستلو د پاره زر پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې داخله واخلئ. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
یہی ہے آرزو تعلیمِ قرآں عام ہوجائے ہر اِک پرچم سے اونچا پرچمِ اسلام ہو جائے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او پۀ نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول ته راشئ او د ذيلي حلقے پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه ډيره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: د نيک اعمال د رسالې نه روزانه جائزه اخستل.
* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عقل مند هغۀ دے چې خپله محاسبه او د مرګ نه وروستو ژوند د پاره عمل وکړي ([2]) * د ځان د اصلاح او د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو. پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده: رساله نيک اعمال * د زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره پۀ نيک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي * هره ورځ د سوال