Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
خير! دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله لاهور ته لاړلو نو هلته يـې جومات جوړ کړو، پۀ دې کښې يـې خپل رقم هم خرچ کړو او پخپله يـې پۀ جوړولو کښې د مزدورانو پۀ شان کار هم وکړو. چې کله دا جومات مبارک جوړيدو نو پۀ ظاهره داسې ښکاريدله چې د دې جومات مبارک قبله صحيح نه ده، مِحرَاب يـې جنوب [يعنې سويلي] طرف ته دے، نو خلقو پۀ دې باندې اعتراض وکړو، د لاهور اوسيدونکو علمائے کرامو پۀ دې باندې انديښنه ظاهره کړه خو دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاموشه پاتې شو.
چې کله جومات جوړ شو نو هغوئي ټول علمائے کرام جومات ته راجمع کړل، پخپله يـې د امامت د پاره تشريف راوړلو، ټولو علمائے کرامو له يـې جَمعه ورکړله، د سلام ګرځولو نه پس يـې وفرمائيل: وګورئ! کعبه مبارکه کوم اړخ ته ده؟ دا وئيل وو چې د جومات او د کعبے شريفې ترمينځه چې څومره هم پردے وې، ټولې لرې شوې او خلقو وليدله چې کعبه مبارکه د جومات د مِحراب بالکل مخې ته پۀ نظر راځي. ([1])
آفتابِ فیض ہے تُو، فَقر کا مہرِ مُنِیر صاحِبِ تاجِ کرامت، مُلْکِ معنیٰ کا امیر
طَالِبوں کا قبلۂ جاں، عَارِفوں کا زندہ پیر نَامُرادوں کی مُراد اور بیکسوں کا دستگیر
گَنْج بَخْشِ فِیْضِ عَالَم مَظہرِ نُورِ خُدا
نَاقِصَاں رَاپیرِ کَامِل، کَامِلَاں رَا رَہْنما
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف
* دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ څه کم يا زيات 400 هجرۍ کښې دنيا ته تشريف راوړلو * د هغوئي نوم مبارک: علِي او د والِد صاحب نوم يـې: عثمان دے * دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د افغانستان د علاقې غَزني اوسيدونکے دے: د غَزني يوه محله ده: هجوير. دَاتا