Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس مبارک وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه  غلامانِ اوليا يو او مونږ د هغوئي د تعليماتو نه رڼا هم اخلو. نن به مونږه د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرتِ پاک او تعليماتو پۀ رڼا کښې د آخرت د فِکر اهميت زده کوو. راځئ چې د دې نه مخکښې د قرآنِ کريم د يو څو آيتونو اوريدو او پۀ هغې باندې د ځان پوهه کولو کوشش وکړو.

يو څو مبارک آيتونه او د هغې وضاحت

پۀ 15 سيپارۀ، سورۀ بني اسرائيل کښې درې آيتونه دي: د 18 نه 20 پورې. الله پاک پۀ دې آيتونو کښې د 2 قِسمه خلقو ذِکر کړے دے او د هغوئي انجام يـې هم بيان کړے دے، (1): ارشاد دے:

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَۚ-یَصْلٰىهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا (پارہ:15،  بنی اسرائیل:18)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک چې تادۍ والا(دُنيا) غواړي نو مونږه چې د چا د پاره غواړو هغۀ ته پۀ دُنيا کښې چې څۀ غواړي زر ورکوو بيا مو د هغۀ د پاره دوزخ جوړ کړے ساتلے دے چې پۀ هغې کښې به هغۀ مذموم شوے مردُود شوے داخليږي.

دا د وړومبي قِسم خلقو ذِکر دے، د هغوئي حال څۀ دے؟ انداز څۀ دے؟ دوئي د دُنيا طلبګار دي، د دوئي سره د آخرت بالکل هډو فِکر نشته، بس هر وخت دُنيا، دُنيا او صرف هم دُنيا غواړي، الله پاک و فرمائيل: که مونږ چرې اوغواړو نو د هغوئي مُراد (يعنې د دُنيا ترقي، کاميابي، مال او دولت، امن وغيره) به هغوئي له ورکړو، که نۀ غواړو نو نۀ به يـې ورکوو. (البته! چې دا د دُنيا طلبګار دے، د آخرت طلبګار نه دے، لہٰذا) پۀ آخرت کښې به دا د ګناهونو سره پۀ ديکو ديکو دوزخ ته غورځولے شي. اَلْاَمَان ْوَالْحَفَیْظ....!!

مجھے نارِ دوزخ سے ڈر لگ رہا ہے                                               ہو مجھ ناتُواں پر کرم یاالٰہی!

سدا کیلئے ہوجا رَاضِی خُدایا                                                                                               ہمیشہ ہو لُطف و کرم یاالٰہی!

گُناہوں   سے بھر پور نامہ ہے میرا                                                  مجھے بخش دےکر کرم یاالٰہی!