Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
واوريدل پۀ هغې کښې بيان شول چې خلق پۀ دوه قِسمه دي: (1): هٰغه کومو چې آخرت بالکل هير کړے دے، صِرف د دُنيا طلبګار شول، که الله پاک وغواړي نو دوئي ته دُنيا عطا کړي، که نه غواړي نو نه به يـې ورته عطا کوي، البته! پۀ آخرت کښي د دوئي د پاره دوزخ دے (2): دويم قِسم خلق هٰغه دي کوم چې د دُنيا نۀ بلکې د آخرت طلبګار دي، د دوئي ټول کوششونه د آخرت د پاره دي، دوئي عبادتونه کوي، د آخرت د کاميابۍ د پاره، د خلقو سره ښه تعلقات ساتي نو د آخرت د کاميابۍ د پاره، که ګټه کوي نو هغه هم د آخرت د کاميابۍ د پاره، که خوراک کوي نو هغه هم د آخرت د کاميابۍ د پاره، غرض دا چې دوئي شپه او ورځ هم د آخرت د پاره محنت او کوشش کوي، هم دا هٰغه خوش قِسمته دي د کومو محنت چې پۀ ځائے وي. ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ هم دنيائي فِکرونه پريږدو، د آخرت فِکر اختيار کړو. الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مشهور ولئ کامِل حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شپه ورځ د آخرت پۀ فِکر او تيارۍ کښې مصروف اوسيدونکے وو.
هم د ماشومتوب نه د الله پاک پۀ لوري راغب
د دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ماشومتوب مبارک دے، د غَزني ښار عظيمه مَدرسه ده، دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دلته تعليم حاصلولو، يوه ورځ د وخت بادشاه سُلطان مَحمُود غَزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې مدرسے ته تشريف راوړلو.
نن سبا د ميډيا (media) دور دے، عموماً هر چا بادشاهان ليدلي وي، پۀ هٰغه وخت کښې داسې نه وو، چې کله به بادشاه چرته تللو نو خلقو به ډير پۀ شوق هغوئي ته کتل او بادشاه هم که د سُلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان عاشقِ رسول وي، بيا خو