Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

چې انسان يـې پۀ اوريدو حيران پاتې شي، بد فالي څۀ ده او د دې نه څنګه بچ کيدے شې، د داسې قِسمه ډيرو معلوماتو حاصلولو د پاره د مکـتبة الـمدينه چاپ کړے شوے کتاب بد فالي، هم نن د مکـتبة الـمدينه نه پۀ 75 روپۍ  پۀ بيعه واخلئ، پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!          جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د رانجو پورې کولو سُنَّت او آداب

د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ټولو رانجو کښې بهترين رانجه اِثمد دي چې دا نظر روښانه کوي او باڼه راټوکوي. ([2])     

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د کاڼي د رانجو پۀ استعمالولو کښې هيڅ باک نشته او * تور رانجه يا کَجَل د ښائسته کيدو پۀ نيت سره د نارينوو د پاره پورې کول مکروه دي او که چرې ښائست مقصد نه وي نو بيا مکروه نه دي، رانجه د شپې د اوده کيدو پۀ وخت پورې کول سُنَّت عمل دے * د رانجو پورې کولو د 3 منقول طريقو خلاصه ستاسو پۀ خِدمت کښې وړاندې کوو: (1): کله پۀ دواړو سترګو کښې 3، 3


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343.

[2]... ابن ماجہ، کتاب:الطب، باب:الکحل بالاثمد، صفحہ:566، حدیث:3497.