Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat

وو، د هغوئي مزار مبارک پۀ بغداد کښې دے، خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د افغانستان اوسيدونکے وو، د هغوئي مزار مبارک پۀ پاک و هند [هندوستان] کښې دے، يعنې دا د الله پاک نيکان بندګان دي، دوئي به دومره لرې لرې سفر کولو او سفر به يـې ولې کولو؟ د الله پاک د رضا د پاره، د دِين د خِدمت د پاره...!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې مونږ هم د الله پاک پۀ لار کښې سفر وکړو. د الله پاک پۀ لار کښې د سفر کولو څۀ فضائل دي؟ راځئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څو فرامين واورو * کوم کَس چې د عِلم په لټون کښي په کومه  لاره باندې روان شي الله پاک د هغۀ د پاره د جنَّت لار اسانوي، ([1]) * څوک چې د خپل کور نه د عِلم د طلب د پاره روان شي فرښتے د هغۀ د عمل نه راضي شي او د هغۀ د پاره خپلې وزرې غوړوي، ([2]) * څوک چې د الله پاک پۀ لار کښې د سر پۀ درد کښې اخته شي بيا پۀ هغې باندې صبر وکړي نو د هغۀ مخکښني  ګناهونه به معاف کړے شي. ([3])

 اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي فيضانِ اوليا دے، فيضانِ غَوث او خواجه دے، فيضانِ دَاتا حُضُور دے، فيضانِ احمد رضا دے، د الله پاک فضل دے چې د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول د اوليائے کرامو د فيضان حاصلولو د پاره د  3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوي.

تاسو هم د عاشقانِ رسول سره د الله پاک پۀ لار کښې سفر وکړئ! د مَدَني قافلو مسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي.

لوٹنے رحمتیں   قافِلے میں   چلو              سیکھنے سنتیں   قافِلے میں   چلو


 

 



[1]... (صحیح مسلم، کتاب الذکر والدعائ، باب فضل الاجتماع...الخ، الحدیث:۲۶۹۹، ص ۱۴۴۸).

[2]... سنن ابن ماجہ ، کتاب السنۃ، باب فی فضل من تعلم القرآن، الحدیث:۲۱۹، ج ۱، ص ۱۴9.

[3]... (مسند البزار، رقم ۲۴۳۷ ، ج ۶ ، ص  ۴۱۳).