Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

د سوشل ميډيا مثال د شرابو پۀ شان دے

د سوشل ميډيا مثال د شرابو او د جوارۍ پۀ شان دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اِثْمُہُمَاۤ  اَکْبَرُ مِنْ نَّفْعِہِمَا ؕ         (پارہ:2، سورۂ بقرہ:219)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د دې دواړو ګناه د دې د ګټې نه زياته لويه ده۔

يعنې د شرابو او جوارۍ پۀ ظاهره څۀ فائدې هم دي خو د دې ګناه، د دې د فائدو نه ډيره زياته ده۔

زۀ دا نۀ وايم چې سوشل ميډيا د شرابو پۀ شان حرامه او ګناه ده۔ دا مې صرف د پوهه کولو د پاره يو مثال عرض کړو چې څنګه د شرابو او د جوارۍ پۀ ظاهره باندې يو څو فائدې دي خو د هغې ګناهونه د فائدو نه ډير زيات دي هُم داسې د سوشل ميډيا فائدې هم دي خو د دې پۀ ذريعه پۀ ګناهونو کښې د اخته کيدو خطري  او د دې نقصانونه ډير زيات دي۔

د غوروفکر يوه  پوښتنه

د ټولو نه زيات نقصان خو د دې دا دے چې سوشل ميډيا د غفلت ډير لوئي سبب دے۔ پۀ قرآنِ پاک کښې الله پاک د ټولو انسانانو نه يوه پوښتنه کړې ده، ډيره دغوروفکر او د سوچ  لائقه پوښتنه ده، الله پاک فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا  الْاِنْسَانُ مَا غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیْمِ ۙ(۶)  (پارہ:30، سورۂ انفطار:6)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے انسانه! تۀ کوم څيز د خپل کرم والا رب پۀ باره کښې پۀ دوکه کښې واچولې۔

دا پوښتنه زما نه هم ده، ستاسو نه هم ده، د زَيد، عَمرو، بَکر وغيره د ټولو نه ده، د ټولو پۀ لحاظ سره به د دې جواب مختلف وي * څوک د دُنيا محبت د الله پاک نه غافله