Book Name:Hum Aur Social Media
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د حج د شوق، د مکے د شوق، د مدينے د شوق بلکې د مدينے د بادشاه عشق پۀ زړۀ کښې د زياتولو د پاره د دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار علاقائې دوره هم ده۔
* د حديثِ پاک خلاصه ده: پۀ کومه ښپه باندې چې د الله پاک پۀ لاره کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([1]) * د نيکۍ دعوت ورکولو او د ګناه نه د منع کولو د پاره د کور نه وتل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وتل دي * زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو * مختلفو قبائلو ته به يـې د تللو سره هم د نيکۍ دعوت ورکولو
* د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته د تللو سره د نيکۍ دعوت ورکولے شي * خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکولے شي * د نـمونځونو ترغيب ورکولے شي * مونږ دې ته علاقائې دوره وايـو۔
تاسو ته پۀ دې علاقائي دوره کښې عملي طور د شامليدو خواست دے، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به درته ډير برکتونه در نصيب شي۔ راځئ چې ستاسو د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو: