Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

الله پاک طرف ته توجه وي۔

کاش چې زمونږه دا سعادت نصيب شي۔ دومره شان د الله پاک محبت خو مو زړۀ ته راشي چې سجده کوو نو زړۀ مو د الله پاک پۀ ياد کښې ډوب وي او د هغۀ نه علاوه بَل هيڅ طرف ته پام نه وي۔

آؤ! اِک سجدہ کریں عالَمِ مدہوشی میں                                                                    لوگ کہتے ہیں ساغرؔ کو خُدا یاد نہیں

د الله والؤ ښکلے انداز

حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ډيره لويه وَلِيّه تيره شوې ده۔ د هغې عادت وو چې روزانه به يـې پۀ کثرت سره نفلونه ادا کول او فرمائيل به يـې: زۀ غواړم چې د قيامت پۀ ورځ کله د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضره شم نو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاله شي او نورو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته وه وائي: وګورئ! دا زما د اُمَّت يوه زنانه ده، کومې چې به روزانه پۀ کثرت سره نفلونه ادا کول۔

يو ځل حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پۀ کمره کښې ناسته وه او د الله پاک پۀ ياد کښي مصروفه وه۔ بهر باران وشو * موسم ښکلے شو * هر څيز ښکلے ښکلے وو * د ونو پاڼو هم غسل کړے وو * نرۍ نرۍ هوا لګيدله * نمر راختلے وو * د دې سره سره پۀ اسمان باندې د بوډۍ ټال (Rain Bow) هم جوړ شو، د 7 رنګونو دائره کومه چې د باران نه پس کله نا کله پۀ اسمان باندې جوړيږي، دې ته د بوډۍ ټال وئيلے شي۔ دا ټول منظر ډير ښکلے او زړۀ راښکونکے وو۔ د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها خادمې چې دا منظر وليدلو نو عرض يـې وکړو: اے رابعه! بهر تشريف راوړئ! د الله پاک د قُدرت تماشه وکړئ! اوئې فرمائيل: دا نظارې پريږده۔۔۔!! دننه راشه! زما سره