Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

کړي دي؟ څومره پۀ محنت باندې به يـې عِلمِ دِين زده کولو؟ امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: حضرت ابُو عبّاس مُستَغفري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خبر ميلاؤ شو چې پۀ مِصر کښې حضرت ابو حامِد مِصرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديثِ خالِد بن وَلِيد روايت کوي نو هغوئي خپل کور کلے پريښودو، د حديثِ خالِد بن وَلِيد اوريدو د پاره  مِصر ته لاړو، د حضرت ابو حامِد مِصرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښي حاضر شو، د حديث بيانولو عرض يـې وکړو نو هغوئي وفرمائيل: وړومبے يو کال روژې ونيسه بيا به يـې درته بيانووم۔ د حضرت ابو عبّاس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديث اوريدو سره دومره شوق وو چې هغوئي يو کال روژې ونيولې، بيا حاضر شو او د حديثِ خالِد بن وَلِيد د اوريدو سعادت يـې حاصل کړو۔ ([1])

داسې حديثونه زده کولے شي، داسې پۀ محنت کولو باندې عِلمِ دِين زده کيږي۔ زمونږ د پاره ډيره اسانه ذريعه جوړه شوې ده، مَعَاذَ الله! د سوشل ميډيا شوي يو، الله پاک دې پناه راعطا کړي، اوس * د علمائے کرامو هم څۀ ضرورت نشته * د مدرسانو هم څۀ ضرورت نشته * بس د سوشل ميډيا پۀ ذريعه به مونږه پخپله تحقيق کوونکي (Researcher) جوړ شو۔ د الله پاک پناه!

آؤ! دا خبره صحيح ده چې د سوشل ميډيا پۀ ذريعه * د عاشقانِ رسول علمائے کرامو د بيانونو اوريدو * د مَدَني مذاکرې پۀ کتلو * د آئن لائن کورسونو وغيره پۀ ذريعه هم عِلمِ دِين زده کيدے شي، دا هم د عِلمِ دِين زده کولو يوه اهمه او اسانه ذريعه ده خو سوشل ميډيا بنياد جوړول او د علمائے کرامو نه بے نيازه کيدل ډيره غلطه خبره ده۔ د دې پۀ وجه زمونږه دِين برباديدے هم شي۔ آؤ جي! د سوشل ميډيا پۀ ذريعه د څومره خلقو عقيدې خرابې شوې دي، پۀ سوشل ميډيا باندې * مُلحِدِين (د خدائے نه انکار کوونکي) موجود دي * د الله پاک نه انکار کوونکي بے عقله خلق دي * د خوږ آقا و مولا،


 

 



[1]... جامع الاحادیث، جلد:19، صفحہ:405، حدیث:14922۔