Book Name:Hum Aur Social Media
سُبْحٰنَ اللہ! وګورئ! د بد نظرۍ نه د بچ کيدو څومره عظيم فضيلت دے۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، کاش چې مونږه د بد نظر نه د بچ کيدو والا جوړ شو۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
دلته يوه خبره په ذهن کښي کښينوئ!چي بے وجي خپل يو اندام پريکول شرعاجائز نه دي زمونږه جسم د الله پاک امانت دے،مونږ په دي کښي خيانت نه شُوکولے،دکوم اندام نه چي ګناه وشي د هغه اندام د پريکولوحکم په مخکښني شريعتونو کښي وو،الحمدلله!په مونږه کرم وشو،الله پاک مونږه د نبي التوبه(يعني پخپله توبه قبلوونکي او په الله پاک باندي هُم زمونږ توبه قبلوونکي) صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وَسَلَّم امتيان جوړکړي يو،زمونږ دپاره دومره سخت احکام نشته دےبلکي اوفرمائيلے شول :چي په ګناه باندي د رښتوني زړۀ نه شرمنده شه!آئينده دپاره دګناه نۀ کولو پخه اراده وکړه!هُم دغه توبه ده د دي دپاره د اندامونو پريکولو ضرورت نشته بلکي شرعاجائز هُم نه دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سوشل ميډيا پۀ نورو نقصانونو کښې يو نقصان دا هم دے چې د دې پۀ ذريعه باندې غلط فهمۍ ډيرې خوريږي۔ غلط معلومات د يو ځائے نه بل ځائے ته بلکې پۀ ټوله دُنيا کښې خوريږي۔ يو غلط پوسټ کيږي او هغه بيا بيا فاروډ (Forward) کيږي او د کوم ځائے نه کوم ځائے ته رسي۔ بيا د دې سره سره دلته دا هم يوه طريقه جوړه شوې ده چې خلق د دِين خبرې هم د سوشل ميډيا نه زده کوي۔