Book Name:Hum Aur Social Media
حضرت کَعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ زمانه کښې يو ځل قحط راغلو، خلقو د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ بارګاه کښې درخواست وړاندې کړو چې دُعا وکړئ چې باران وشي۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ارشاد وفرمائيلو: اُخْرُجُوْا مَعِیْ اِلَی الْجَبَلِ زما سره غر ته راځئ۔ ټول خلق ورسره روان شول نو هغوئي اعلان وکړو: لَایَتْبَعُنِیْ رَجُلٌ اَصَابَ ذَنْبًا زما سره دې داسې کَس نه راځي چا چې څۀ ګناه کړې وي۔ دا يـې چې واوريدل نو ټول واپس لاړل، صرف (بَرخُ العَابِد نومې) د يوې سترګې والا سړے ورسره روان شو۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هغۀ ته وفرمائيل: اَلَمْ تَسْمَعْ مَا قُلْتُ؟ آيا تا زما خبره نه ده اوريدلې؟ عرض يـې وکړو: اوريدلې مې ده۔ پوښتنه يـې وکړه: آيا تا بالکل ګناه نه ده کړې؟ عرض يـې وکړو: يا کليمَ الله! ما ته خو خپل څۀ جُرم ياد نه دے، البته! د يوې خبرې ذِکر کووم که هغه ګناه وي نو زۀ هم واپس ځم۔ اوئې فرمائيل: مَا ھُوَ؟ هغه څۀ؟ عرض يـې وکړو: يوه ورځ ما پۀ لاره د چا د پاتې کيدو ځائے ته پۀ يوه سترګه وکتل نو څوک ولاړ وو، د چا کور ته په داسې کتلو زۀ ډير خفه شوم، پۀ ما باندې د الله پاک ويره راغله او پۀ ما پښيماني غالبه شوه او چې پۀ کومه سترګه مې کتلي وو هغه مې ويستله او اومې غورځوله۔ ارشاد وفرمايئ! اِنْ کَانَ ھٰذَا ذَنْبًا رَجَعْتُ که زما دا عمل ګناه وي نو زۀ هم ځم۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هغۀ د ځان سره کړو بيا غر ته لاړو او هغوئي هٰغه کَس ته ارشاد وفرمائيلو: د الله نه د باران سوال وکړه۔ هغۀ داسې دُعا وکړه: يَاقُدُوْس! يَاقُدُوْس! ستا خزانه چرې هم نۀ ختميږي او بُخل ستا صفت نه دے، پۀ خپل فضل او کرم باندې پۀ مونږ باندې باران وکړې۔ فوراً باران وشو او حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام او هٰغه کَس د غر نه واپس لمدۀ راستانۀ شول۔