Book Name:Hum Aur Social Media
کړي دي * څوک د مال طلب د الله پاک نه غافله کړي دي * څوک د منصب خوښول د الله پاک نه غافله کړي دي * څوک د فضولياتو کثرت د الله پاک نه غافله کړي دي * څوک د نفس خواهشاتو د الله پاک د ياد نه غافله کړي دي * څوک حَسَد غافله کړي دي * څوک بغض او کينې غافله کړي دي * څوک د عزت او شهرت خواهش غافله کړي دي او يو څيز کوم چې شايد د ټولو د پاره وبالِ جان دے، څوک چې بچ شوي دي نو هغۀ بچ شوي دي، د دې نه علاوه ټول د الله پاک د ياد نه غافله کوونکے يو څيز سوشل ميډيا هم دے۔
داسې څومره خلق دي کوم چې د سوشل ميډيا پۀ وجه د الله پاک د ياد نه غافله دي، څومره داسې دي چې د سوشل ميډيا پۀ وجه * د هغوئي نه جَمعه قضا کيږي * نـمونځونه قضا کيږي * روزانه د فيس بُک کولو وخت ميلاؤيږي خو افسوس چې روزانه ورته د قرآنِ کريم د کولاوهلو او د تلاوت کولو وخت نه ميلاؤيږي * يوټيوب روزانه بغير د قضا کيدو نه ګوري خو درودِ پاک روزانه نه وئيلے کيږي * پۀ واټس ايپ باندې روزانه سټيټس ګوري پۀ ورځ کښې يـې بيا بيا ګوري خو د الله پاک ياد روزانه نه راځي * پۀ فيس بُک باندې پوسټونه لګوي او بيا بيا يـې ګوري چي څومره لائيکس پرې راغلي دي؟ څومره ويوز پرې راغلي دي؟ * که پۀ جومات کښې وي او که پۀ بازار کښې * پۀ مارکيټ کښې وي او که پۀ هوټل کښې * که د يو بزرګ پۀ مزار مبارک کښې وي او که د نيکې هستۍ پۀ خوا کښې * که د عاشقانِ رسول علمائے کرامو پۀ خِدمت کښې وي او که پۀ کور کښې * که پۀ حرمِ پاک کښې وي او که پۀ مدينه مُنَوَّره کښې * تر دې پورې چې بالکل کعبې شريفې ته مخامخ * بالکل د شنو جنګلو مخې ته يـې هم موبائل پۀ لاس کښې نيولے وي، بس يو فِکر ورسره وي چې سيلفي (Selfie) جوړه کړم! فيس بک ته يـې وخيژووم۔۔۔!! بس د دومره فضول فِکر پۀ وجه خلق څومره