Book Name:Hum Aur Social Media
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ بخاري شريف کښې حديثِ پاک دے، د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت سيده عائشه صِدِّيقه، طيبه، طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (پۀ خِدمت کښې د خَمِيصَه نومې يو ښکلي ډيزائن څادر وړاندې کړے شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) هٰغه واچولو او نـمونځ يـې ادا کړو، د سلام ګرځولو نه پس يـې وفرمائيل: زما سره ويره پيدا شوه چې د دې څادر د ګلونو له وجهې به مي توجه خرابه شي، ځکه دا څادر اَبُو جَهم (صحابي) له ورکړئ! (بخاري)
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې ليکي: پۀ عربۍ کښې خَمِيصَه د ګلونو والا (يعنې ډيزائن) والا څادر ته وئيلے شي، دا د وړۍ تور څادر وو کوم چې اَبُو جَهم (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) هديةً (يعنې د تحفې پۀ طور) د خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې وړاندې