Book Name:Hum Aur Social Media
دې کښي پۀ ريا کښې د انښتو سخته انديښنه ده، ځکه چې څومره کيدے شي خپلې نيکۍ پټې ساتئ! دا پۀ سوشل ميډيا مۀ خوروئ! صحابئ رسول حضرت شَدَّاد بن اَوس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ ما د اُمَّت د غمخور، مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې د پريشانۍ نخښې وليدلې نو عرض مې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما مور پلار دې پۀ تاسو باندې قربان شي!! دا د پريشانۍ نخښې څۀ دي؟ د اُمَّت پۀ غم غمژن آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: يوه معامله ده د کومې پۀ باره کښې چې زۀ پۀ خپل اُمَّت باندې ويريږم۔ حضرت شَدَّاد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما پوښتنه وکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه څۀ معامله ده؟ اوئې فرمائيل: شِرک او پټ خواهش۔ ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا ستاسو اُمَّت به پۀ شِرک کښې اخته کيږي؟ پۀ دې باندې يـې وفرمائيل: اے شَدَّاده! زما اُمَّت به د نمر، سپوږمۍ او کاڼو عبادت نه کوي خو زما اُمَّت به پۀ خپلو اعمالو کښې ريا کوي۔ ما عرض وکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا ريا شِرک دے؟ اوئې فرمائيل: آؤ (ريا شرکِ اَصغر دے)۔ ما عرض وکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پټ خواهش څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: دا چې زما کوم اُمَّتي روژه ونيسي خو د څۀ دُنيائي خواهش پۀ وجه باندې روژه ماته کړي۔ ([1])
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: زما ستاسو پۀ باره کښې د ټولو نه زيات د شِرکِ اَصغَر ويره ده۔ عرض وکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! شِرکِ اَصغر څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: ريا کول۔ بيا يـې وفرمائيل: د قيامت پۀ ورځ باندې چې به کله خلقو ته د هغوئي د اعمالو بدله ورکولے شي