Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

الله! الله! غور وکړئ چې مونږه د پرده دارې زنانه څادر ته د کتلو نه هم منع کولے شي چې د دې سره پۀ زړۀ کښې شهوت پيدا کيږي۔ افسوس چې پۀ سوشل ميډيا خو د څادر هډو سوال نه پيدا کيږي، د سوشل ميډيا ښکلا جوړيدونکې زنانه چې پوره جامې اغوستې وي نو دا هم غنيمت دے۔ چې د پرده دارې زنانه څادر ته د کتلو سره هم پۀ زړۀ کښې شهوت راپيدا کيږي نو غور وکړئ چې د نيمې نه زياتې بےلباسه  زنانه ته د کتلو سره به د زړۀ څۀ حال وي۔۔۔!! هُم دا وجه ده چې زمونږه پۀ معاشره کښې د جنسي زياتي واقعې زياتيږي، زنا عام کيږي، د وړو وړو جينکو ماشومانو عزتونه محفوظ نه دي۔ ظالمان خلق د څلورو پينځوو کالو وړو جينکو ماشومانو سره جنسي زياتے (Sexual violence) کوي او پۀ بے دردۍ سره يـې وژني۔ اَلْاَمَان وَالْحَفِیْظ!

اے خاصۂ خاصانِ رُسُل وقتِ دُعا ہے                                             امت پہ تری آ کے عجب وقت پڑا ہے

جو دین بڑی شان سے نکلا تھا وطن سے                                               پردیس میں وہ آج غریب الغربا ہے

جس دین کے مدعو تھے کبھی قیصرو کسریٰ                                       خود آج وہ مہمان سرائے فقرا ہے

د خپلو سترګو حفاظت وکړئ

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! سوشل ميډيا د هر يو کَس ضرورت جوړ شوے دے، البته! د دې صحيح استعمال خو زمونږه پۀ اختيار کښې دے، اول خو دا چې د دې نه ځان ساتل پکار دي! بيا که د ضرورت د پاره يـې استعمالوئ نو پۀ دې کښې د بد نظرۍ نه ضرور بچ شئ! د مدينے تاجدار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَنْظُرُ اِلٰى مَحَاسِنِ امْرَاَةٍ اَوَّلَ مَرَّةٍ ثُمَّ يَغُضُّ بَصَرَهُ اِلَّا اَحْدَثَ اللّٰهُ لَـهُ عِبَادَةً يَجِدُ حَلَاوَتَـهَا يعنې کوم مسلمان چې د زنانه د خوبيانو طرف ته (بغير د ارادې نه) وړومبے نظر وکړي بيا خپلې سترګې ښکته کړي نو الله پاک به هغۀ ته د داسې عبادت (توفيق) عطا کړي د کوم چې به هغۀ مزه ومومي۔