Book Name:Hum Aur Social Media
نه ځان ساتئ! * د بدې عقيدې لرونکو خلقو خبرې مۀ اورئ! * د غير مسلمو او مُلحِدانو (Atheists) خبرې مۀ اورئ! * صرف او صرف د ضرورت د پاره يـې استعمالوئ! صرف او صرف هُم د عاشقانِ رسول علمائے کرامو خبرې اورئ!
يوه اهمه خبره دا چې پۀ سوشل ميډيا باندې کوم مزاحيه څيزونه دي، د ټوقو ټقالو څيزونه دي، د هغې نه لرې اوسئ! دا يو قِسم له د جادو څيزونه وي کوم چې زمونږه زړۀ او دماغ قبضه کوي، د دې نه بچ کيدل ضروري دي، ګنې د دې پۀ وجه د سوشل ميډيا عادت جوړيږي، يوه نشه شان پيدا کيږي، بيا بنده د دې نه نشي بچ کيدے۔ ځکه د مزاحيه څيزونو نه بچ اوسئ! پۀ حديثِ پاک کښي دي: وَيْلٌ لِّلَّذِيْ يُحَدِّثُ بِالْحَدِيْثِ لِيُضْحِکَ بِہِ الْقَوْمَ فَيَکْذِبُ، وَيْلٌ لَہٗ، وَيْلٌ لَہٗ هٰغه کَس دې برباد شي څوک چې داسې خبره بيانوي، د پاره د دې چې پۀ دې خلق وخاندي، ځکه هغۀ تر دروغو پورې وئيلے شي، د داسې کَس د پاره دې بربادي وي، د داسې کَس د پاره دې بربادي وي۔
د سوشل ميډيا استعمال مقصدي جوړ کړئ! يعنې د ضروري مقصد د پاره يـې استعمالوئ! د دې نه علاوه يـې مۀ استعمالوئ! يو بزرګ تير شوے دے: شيخ تَاجُ الدِّين سکندري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ هغوئي فرمائي: اَلْکَوْنُ کُلُّہٗ ظُلْمَۃٌ وَ اِنَّمَا اِنَارُہٗ ظُہُوْرُ الْحَقِ فِیْہٖ دا ټوله دُنيا ظلمت او تيارۀ ده، دا د الله پاک نوم دے کوم چې دا روښانه کوي۔ (حکم عطائیہ، ص:۳۴-۳۵)
د وئيلو مقصد مې دا دے چې د دې دُنيا هر کار د ظلمت او تيارې سبب دے، چې کله مونږ پۀ دې کښې د الله پاک رضا شامله کړو نو هٰغه کار نيکي او نُور جوړيږي۔ بس سوشل