Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګستاخيانو کوونکو * د صحابۀ کرامو
رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخيانو کوونکو، خلقو خپل خپل دکانونه پرانستې دي او ناست دي، د چا سره چې څۀ دي، هغۀ خپله سودا خرڅوي۔ دا زمونږه ذمه واري ده چې مونږه د دې نه ځان بچ کړو، د سوشل ميډيا نه خپلې سترګې هم بچ کړو، خپل غوږونه هم بچ کړو، خپل زړۀ هم بچ کړو، خپلې عقيدې هم بچ کړو او خپل ايمان هم بچ کړو۔ او دا چې کوم دلته وئيلے کيږي: اوره د ټولو، خو کوه خپله۔ دا بالکل غلطه خبره ده۔ مولانا حسن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

اپنا عزیز وہ ہے جسے تُو عزیز ہے

ہم کو ہے وہ پسند جسے آئے تُو پسند

 مونږ به د ټولو نۀ اورو، صرف د هاغو به اورو څوک چې * د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې کوي * د چا د خبرو اوريدو سره چې پۀ زړۀ کښې عشقِ رسول زياتيږي * عشقِ صحابه زياتيږي * عشقِ اهلِ بيت زياتيږي * د اوليائے کرامو محبت زياتيږي، د چا د خبرو نه چې * د نفرت بوئي راځي * څوک چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخيانې کوي * د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ګستاخيانې کوي، د هغوئي خبره اوريدل خو غټه خبره ده، هغوئي ته د کتلو نه هم بچ کيدل پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د دې توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

د سوشل ميډيا طِبّي نقصانونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سوشل ميډيا طبّي نقصانونه (Medical damages) هم ډير زيات دي، مثلاً * د سوشل ميډيا زيات استعمال د ذهني زورنې (Mental stress) سبب جوړيږي * بے چيني زياتيږي * ډپريشن (Depression) زياتيږي *