Book Name:Hum Aur Social Media
يعنې پۀ سوشل ميډيا کښي داسې ورک شو چې نۀ مو د دُنيا څۀ فائده حاصله کړه او نۀ مو اخرت وګټو، بس هسې مو خپل قيمتي وخت ته وور ورته کړو۔ کاش چې زمونږ سره احساس پيدا شي او مونږ خپل وخت پۀ نيک کارونو کښې تيرولو والا جوړ شو۔
کچھ ایسا ہو کرم ماہِ رسالت یارسولَ اللہ! کروں اللہ کی دل سے عبادت یارسولَ اللہ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زۀ دا هيڅکله نۀ وايم چې د سوشل ميډيا صرف او صرف نقصانونه دي، يقيناً د دې فائدې هم دي، * د سوشل ميډيا پۀ ذريعه پۀ رابطو کښې ډيره اساني راغلې ده * مونږ د لرې ناستو خپلو خپلوانو سره پۀ رابطه کښې يو * پۀ خير خيريت معلومولو کښې اساني وي * د دې پۀ ذريعه د هفتو، مياشتو کارونه پۀ ګينټو او منټونو کښې کيږي * د سوشل ميډيا پۀ ذريعه د نيکۍ دعوت عام کول اسان شوي دي * د دې پۀ ذريعه عِلمِ دِين زده کول ښودل اسان شوي دي * بلکې سوشل ميډيا د ثوابِ جاريه ذريعه هم ده، څومره عاشقانِ رسول علمائے کرام دي، کومو چې د دُنيا نه تشريف وړے دے خو پۀ سوشل ميډيا د هغوئي ايمان تازه کوونکي بيانونه موجود دي، خلق يـې اوري، عِلمِ دِين زده کوي، د عمل جذبه بيامومي، د دعوت اسلامي د مرکزي مجلش شوري مرخدائے بښلےنګران شوري حاجي مشتاق عطّاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُنيا نه تشريف وړے دے، الله پاک دې پۀ هغوئي باندې رحمتونه نازل کړي، د هغوئي نعتونه اوس هم پۀ سوشل ميډيا باندې موجود دي، د اوريدو سره سکون ميلاؤيږي، پۀ زړۀ کښې عشقِ رسول زياتيږي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا د هغوئي نيکي ده کومه چې اوسه پورې باقي ده، يقيناً د دې ثواب به هم هغوئي ته ميلاؤيږي۔ داسې چې نور غور وکړئ نو ډيرې فائدې دي۔ خو۔۔۔