Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

د دې نه د بے خوبۍ (Insomnia د خوب نه راتللو) بيماري هم لګيدے شي * دغه شان د سوشل ميډيا د زيات استعمال سره پۀ خپل ځان اعتماد (self confidence) هم کميږي * د حقيقي دُنيا نه انسان کټ کيږي او زياتره پۀ خيالي دُنيا کښې اوسيدونکے جوړيږي * د دې سره ناراستي زياتيږي * هاضمه خرابيږي * نفسياتي بيماريانې پيدا کيږي * يادداشت کمزوري کيږي۔ د دې نه علاوه نور هم ډير نقصانونه دي کوم چي د سوشل ميډيا پۀ ذريعه کيږي۔

 ځکه مونږ له پکار دي چې سوشل ميډيا د کم نه کمه استعمال کړو او د ضرورت د پاره چې څومره استعمالول پکار ده، پۀ هغې کښې احتياط وکړو۔

د سوشل ميډيا د استعمال يو څو احتياطونه

د سوشل ميډيا د استعمال يو څو احتياطونه عرض کووم:

(1): لَمن بچ ساتئ!

پۀ قرآنِ کريم کښې د نيکانو بندګانو يو صفت بيان شو:

وَ اِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ  مَرُّوْا کِرَامًا (۷۲) (پارہ:19، سورۂ فرقان:72)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله د کومې بيهوده خبرې پۀ خوا تيريږي نو د خپل عِزَّت بچ ساتلو سره تير شي۔

يعنې د الله پاک نيکان بندګان چې کله د لغو او بيهوده مجلس يا څيز پۀ خوا تيريږي نو خپله لمن بچ کوي او تيريږي۔ ځکه د سوشل ميډيا د استعمالولو پۀ وخت د قرآنِ کريم دې نصيحت ته ضرور کتل پکار دي! که سوشل ميډيا استعمالولئ نو پۀ دې چې کومې بيهودګيانې دي، د هغې نه لمنه بچ ساتئ! * بد نظري مۀ کوئ! * د ميوزک وغيره اوريدو