Book Name:Hum Aur Social Media
وغيره غوښتنه به کوي۔په دغه وخت کښي به دا د شرم سره مخ کيږي، هم داسې اے انسانه! دُنيا د خپل مازديګر پۀ وخت باندې ولاړه ده، قيامت رانزدې شوے دے، ډير زر به مرګ خپل جال خور کړي، ستا رُوح به ويستلے شي، تۀ به تيارۀ قبر ته کوز کړے شي، آه! هٰغه نادانه څوک چې پۀ غفلت کښې خپلې شپې ورځې تيروي، هغۀ څومره پۀ خساره کښې دے؟ څومره پۀ نقصان کښې دے۔ آؤ! آؤ! زر، ډير زر به حشر کيږي، قيامت به قائميږي او مونږ به د رَبّ پۀ حضور کښې پيش کولے شي، بيا به زمونږ نه پوښتنه کيږي چې پۀ دُنيا کښي مو څۀ وګټل؟ د الله پاک د ورکړے شوو نعمتونو مو څومره حق ادا کړو؟ د هر نعمت پۀ باره کښې به پوښتنه کولے شي۔ الله پاک فرمائي: ([1])
اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُہُمْ وَ ہُمْ فِیْ غَفْلَۃٍ مُّعْرِضُوْنَ ۚ(۱) (پارہ:17، سورۂ انبیاء:1)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د خلقو حساب نزدې راغے او هغوئي پۀ غفلت کښې مخونه اړولي دي۔
*-*-*-*-*
اے رب کے حبیب آؤ! اے میرے طبیب آؤ! اچھا یہ گناہوں کا بیمار نہیں ہوتا
گو لاکھ کروں کوشش، اِصلاح نہیں ہوتی پاکیزہ گناہوں سے کِردار نہیں ہوتا([2])
د بنو تميم قبيلې يو کَس وائي چې يو ځل زۀ د حضرت عامِر بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شوم، چي کله ورسيدم نو هغوئي نـمونځ ادا کولو، زۀ پۀ انتظار کښې کښيناستم، هغوئي چې څنګه سلام وګرځولو نو اوئې فرمائيل: خپل کار وايه۔۔۔!! زۀ پۀ تادۍ