Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

توګه مونږه د عربۍ څۀ عبارت ته آيت وه وئيلو او وړاندې مو وليږلو خو پۀ حقيقت کښې هغه آيت نه وو نو دا به پۀ الله پاک پسې دروغ تړل وي، هم داسې که مونږه يوې خبرې ته حديث وه وئيلو او وړاندې مو وليږلو خو پۀ حقيقت کښې هغه حديث نه وو نو دا پۀ رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دروغ شول۔ او څوک چې پۀ الله او پۀ رسول پسې دروغ تړي، هغۀ د ټولو نه لوئي ظالِم دے۔ ځکه د قرآن د آيتونو او د حديثونو پۀ سوشل ميډيا پۀ شيئر کولو کښې 100 فيصده احتياط ضروري دے۔

چا چې پۀ فيس بُک باندې، يوټيوب باندې، انسټاګرام يا واټس ايپ (WhatsApp) وغيره باندې غلطه مسئله پوسټ کړې وي نو هغۀ له پکار دې چې فوراً د هغې اِزاله وکړي، مثلاً داسې څۀ ليکل دې وکړي چې پۀ فلانکۍ ورځ ما فلانکے پوسټ کړے وو، پۀ هغې کښې دا خبره غلطه وه، صحيح دا ده۔ ځکه زۀ د خپلې غلطۍ نه توبه او رجوع کووم۔

الله پاک دې مونږه د سوشل مييډيا د تباهۍ نه محفوظ کړي او د دې سهولت دې راته صرف او صرف د صحيح او نيک استعمال توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

دعوتِ اِسلامي او د جديد ټيکنالوجۍ مثبت استعمال

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه واوريدل چې د سوشل ميډيا که يو خوا د غلط استعمال نقصانونه شته نو بل خوا د دې صحيح استعمال د نيکو حاصلولو ذريعه هم ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي د 80نه ډيرو شعبه جاتو په ذريعه د دين په خدمت کښي مصروف دے  په دي شعبه جاتو کښي يوه شعبه سوشل ميډيا ډيپارټمنټ هم ده دکومي نه لاندي چي مختلف پليټ فارمز(Different platforms)مثلاً،*یوٹیوب