Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

ته راوړے شي۔ دا يـې چې واوريدل نو عبدُ المَلِک بن مَروَان بيا پۀ ژړا شو، تر دې پورې چې بے هوشي پرې راغله، چې کله پۀ هوش کښې راغلو نو اوئې وئيل: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! څوک چې پۀ دې آيت باندې غور وکړي او بيا هم د الله پاک نافرماني کوي، بے شکه هغۀ پۀ لويه ګمراهۍ کښې دے۔ ([1])

خُدائے قَہّار ہے غضب پر، کُھلے ہیں بدکاریوں کے دفتر

بچا لو آ کر شفیعِ مَحْشَر تمہارا بندہ عذاب میں ہے([2])

الله پاک دې پۀ مونږ باندې رحم وکړي! کاش چې مونږه د خپل وخت پۀ قدر کولو، خپله دا قيمتي اثاثه پۀ نيک کارونو کښې تيروونکي جوړ شو۔

بد نظري زياتيږي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سوشل ميډيا پۀ لويو لويو نقصانونو کښې يو لوئي نقصان دا دے چې د دې پۀ ذريعه د سترګو ګناهونه هم زيات شوي دي، د غوږونو ګناهونه هم زيات شوي دي۔ بس يوټيوب، فيس بُک وغيره کولاوهل  وي چې بد نظري شروع شي۔ اوس خو دا حالت دے چې که څوک څۀ ښه څيز هم پوسټ کړي، نعتِ پاک پوسټ کړي، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو بيانونه پوسټ کړي، پۀ شروع کښې يو څو سيکنډه ايډ راځي، پۀ دې کښي ميوزک هم وي، د بد نظرۍ ذريعه پکښې هم وي۔

غرض دا چې د دې پۀ ذريعه د سترګو او غوږونو ګناهونه ډير زيات شوي دي او دا ډيره سخته ګناه ده۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:


 

 



[1]... بستان الواعظین، مجلس فی قولہ تعالیٰ :یوم تاتی کل ...الخ، حکایۃ عن احد الصالحین، صفحہ:79 ملتقطًا۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:181۔