Book Name:Hum Aur Social Media
اَللہُ اَکْبَر! د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ جذبې ته وګورئ! مرغۍ هغوئي پخپله نه وه الوځولې، هٰغه طرف ته پۀ توجه کولو کښې د هغوئي خپل هيڅ قصور نه وو خو هٰغه باغ د هغوئي وو * نۀ به هٰغه باغ وے * نه به هغوئي هلته نـمونځ کولو * نۀ به مرغۍ پاڅيدله * نۀ به يـې هٰغه طرف ته پام کيدلو * نۀ به ترينه د نـمونځ رکعتونه هيريدل، يعنې د دومره لرې واسطو سره څۀ نا څۀ د رکعتونو د هيريدلو سبب دا باغ جوړ شوے وو، نو هغوئي فوراً پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر شول او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د اوس نه دا باغ صدقه دے۔ (فيضانِ نماز)
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا باغ به څومره ګران وو۔۔۔؟ خو پۀ نـمونځ کښې د خنډ [يعنې رکاوټ] جوړيدو سبب جوړ شو، ځکه يـې صدقه کړو۔ زمونږ نه خو هډو دا غوښتنه نه کيږي چې موبائل صدقه کړئ، دا غوښتنه هم نه کيږي چې موبائل هډو د ځان سره مۀ ساتئ، صرف دا وئيلے کيږي چې د نـمونځ پۀ وخت کښې دا بند کړئ! يا يـې کم از کم سائيلنټ کړئ! چې دغه شان پۀ نـمونځ کښې خنډ [يعنې رکاوټ] جوړ نشي خو افسوس چې مونږه دومره همت هم نشو کولے۔
هسې چې مونږه لږ غور وکړو، مونږ د الله پاک د ياد د پاره څومره وخت اوباسو۔۔۔!! پۀ دُکان کښې ناست يو، پۀ کار روزګار کښې مصروف يو، اذان وشي، بيا هم ناست يو، بيا تَثوِيب کيږي يعنې بيا اعلان کولے شي، بعضې ځايونو کښې د صلوٰة و وسلام وئيلو سره توجه راګرځولے شي چې جَمعه ودريدونکې ده۔ بيا مونږه پۀ منډه منډه جومات ته لاړ شو، پۀ مشکله پوره رکعتونه د جَمعې سره رالاندې کړو، هغه هم که پۀ قِسمت باندې ميلاؤ شي، ګنې نو څۀ رکعتونه رانه لاړ هم شي، پۀ مشکله باندې د 15 نه تر 20 منټو