Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

اِنَّ السَّمْعَ وَ الْبَصَرَ وَ الْفُؤَادَ  کُلُّ  اُولٰٓئِکَ کَانَ  عَنْہُ  مَسْـُٔوْلًا (۳۶) (پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل:36)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه د غوږ او سترګې او زړۀ، د دې ټولو پۀ باره کښې به تپوس کيږي۔

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلْعَيْنَانِ تَزْنِيَانِ سترګې هم بدکاري کوي * د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: زِنَا الْعَيْنِ النَّظَرُ د سترګو بدکاري ليدل دي۔

دبد نظرۍ وبال

فرمان مصطفي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم :ياخو به تاسوخپل نظرونه ښکته ساتئ او دخپلو سترونو به حفاظت کوئ يابه الله پاک ستاسو شکلونه وران کړي ۔

په يوبل حديث پاک کښي دي: آخري نبي،مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو(بے پرده زنانه ته)کتونکي باندي او په(هغه زنانه)باندي چا ته چي اوکتل شول د الله پاک لعنت۔

مشهورمفسرقرآن مفتي احمد يارخان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ددي حديث پاک لاندي ليکي:مطلب دادے چي کوم سړے پردئ زنانه ته قصدا بغيرد ضرورت نه اوګوري په هغه هُم لعنت دے او کومه زنانه چي قصدا بغير دضرورت نه پردي سړي ته ځان وښائي په هغي هُم لعنت دےغرض دادے چي په دي کښي به3قيدونه لګيږي(1)پردئ زنانه ته کتل(2)بغير دضرورت نه کتل(3)قصدا کتل 

د زنانؤ څادر ته هم مۀ ګورئ

حضرت علاء بن زياد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: لَا تَتَّبِعْ بَصَرَكَ رِدَاءَ الْمَرْاَةِ فَاِنَّ النَّظَرَ يَجْعَلُ فِی الْقَلْبِ شَهْوَةً خپل نظر د زنانه پۀ څادر هم مۀ غورځوئ ځکه چې نظر پۀ زړۀ کښې شهوت پيدا کوي۔