Book Name:Hum Aur Social Media
زما پۀ خيال د موبائل (Mobile) چې د ټولو نه کوم غټ نقصان اِسلامي معاشرې ته رسيدلے دے، هغه دا دے چې دا د جومات د بے حرمتۍ سبب جوړيږي۔ هسې زمونږه پۀ معاشره کښې ميوزک چرته نشته؟ * پۀ يو سړک باندې بغير د ميوزک د اواز اوريدو نه بغير پورې وتل ګران شوي دي * پۀ کورونو کښې ميوزک * پۀ کوڅو کښې ميوزک * پۀ محلو کښې ميوزک * پۀ سړکونو باندې ميوزک * پۀ بسونو کښې ميوزک * پۀ رکشو کښي ميوزک * پۀ جازونو کښې ميوزک۔۔۔!! آه! افسوس چې هر طرف نه د ميوزک اوازونه راځي، يو ځائے کوم چې د دې پليتۍ نه بچ وو، يعنې د الله پاک کور، ښکلي ښکلي جوماتونه۔۔۔!! د موبائل د راتللو نقصان دا وشو چې اوس پۀ جوماتونو کښې هم ميوزيکل ټونز غږيږي۔ عام طور امامان صاحبان د جَمعې نه مخکښې اِعلان هم کوي: که موبائل وي نو بند يـې کړئ! يا يـې سائيلنټ (Silent) کړئ! پته نه لګي چې بيا هم موبائلونه ولې نه بنديږي، پۀ سائيلنټ باندې ولې نه لګولے کيږي، پۀ ډيرو خلقو باندې دا اِعلان اثر نه کوي۔
يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے: حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ د هغوئي يو باغ وو، يو ځل يـې هلته نـمونځ ادا کولو۔
يقيناً چې دا به نفل نـمونځ وو، فرض نـمونځ خو به يـې د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د جَمعې سره پۀ جومات کښې ادا کولو۔ خير! هغوئي پۀ باغ کښې نـمونځ کولو، ناڅاپه د يو خَړ رنګ کونتره د باغ نه والوتله او د بهر وتلو د لارې لټولو د پاره اخوا ديخوا الوتله، دا منظر ډير ښکلے وو، د حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دې طرف ته پام شو، چې له وجهې يـې هغوئي ته د نـمونځ رکعتونه ياد نه شول۔