Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

يـې هم هيڅ اثر اونه شو۔ معلومه شوه چې د چا پۀ توجه مبارکه باندې د جنَّت ښکلې نظارې هم اثر نشي کولے، يو وړوکے شان څادر به د هغوئي توجه څنګه واړوي۔ دا څادر مبارک د ځان نه لرې کول پۀ اصل کښې زمونږ د تعليم د پاره وو، مونږه غلامانو ته يو سبق راکولے کيدلو، لکه چې مونږه پوهه کړے شو چې اے زما غلامانو! د الله پاک د ياد نه غافله کوونکي څيزونه خو يو اړخ ته پاتې شول، کوم څيز چې پۀ دې ياد کښې خنډ [يعنې رکاوټ] هم پيدا کوي، تاسو هٰغه څيز هم د ځان نه لرې کوئ!

کچھ ایسا ہو کرم ماہِ رسالت یارسولَ اللہ!                                                 کروں اللہ کی دل سے عبادت یارسولَ اللہ!

د موبائل فُون يو غټ نقصان

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! څومره ښکلې خبره ده * ډيزائن والا څادر جوړول هم جائز دي * دا خرڅول هم جائز دي * دا اچول هم جائز دي * په دي کښي  نـمونځ کول هم جائز دي، د دې باوجود د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت درس دا دے چې که داسې څادر پۀ نـمونځ کښې خنډ [يعنې رکاوټ] جوړيدے شي نو دا د ځان نه لرې کول پکار دي۔

بل خوا زمونږه حالت څۀ دے؟ * ميوزيکل ټونز (Musical tunes) جوړول هم جائز نه دي * دا حاصلول هم جائز نه دي * لګول يـې هم جائز نه دي * پخپله يـې اوريدل هم جائز نه دي * نورو ته اورول يـې هم جائز نه دي خو افسوس چې زمونږه پۀ جوماتونو کښې عين د جَمعې پۀ وخت ميوزيکل ټونز غږيږي * خپل نـمونځ هم خرابيږي * نور هم د خطرو سره مخ کيږي * بيا د الله پاک پۀ کور کښې دننه، هٰغه ځائے کوم چې خاص د عبادت د پاره جوړ کړے شوے دے، پۀ هٰغه ځائے کښې هم شيطاني ميوزک غږيږي۔