Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

منصوره! پۀ خدائے مې دې قَسم وي! تاسو صحيح وه وئيل۔ بيا يـې وه وئيل: اے منصوره! د قرآنِ کريم يو آيت وه وايئ! حضرت منصور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا آيت مبارک تلاوت وکړو:

یَوْمَ تَجِدُ کُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا ۚۖۛ وَّ مَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍ ۚۛ تَوَدُّ لَوْ اَنَّ بَیْنَہَا وَ بَیْنَہٗۤ اَمَدًۢا بَعِیْدًا ؕ وَ یُحَذِّرُکُمُ اللّٰہُ نَفْسَہٗ ؕ وَ اللّٰہُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ (۳۰)   (پارہ:3، سورۂ آل عمران:30) 

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې هر کس خپل ټول ښه او بد اعمال خپلې مخې ته موجود مومي، نو خواهش به کوي چې د هغۀ او د هغۀ د اعمالو پۀ مينځ كښې څۀ لرې لرې فاصلے (جوړې) شي، او الله تاسو د خپل عذاب نه ويروي، او الله پۀ بندګانو باندې ډير مهربانه دے۔

دا آيت مبارک يـې چې واوريدو نو پۀ عبدُ المَلِک بن مَروَان باندې ويره غالبه شوه، اوئې وئيل: اے منصوره! تا زۀ وه وژلم۔ دا يـې چې وه وئيل نو پۀ زمکه باندې راپريوتو او بے هوشه شو۔ بيا چې کله ښه شو نو اوئې وئيل: اے منصوره! د الله پاک فرمان دے:

وَ یُحَذِّرُکُمُ اللّٰہُ نَفْسَہٗ ؕ         (پارہ:3، سورۂ آل عمران:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او الله تاسو د خپل عذاب نه ويروي۔

د دې څۀ مطلب دے؟ اوئې فرمائيل: د دې مطلب دا دے چې الله پاک تاسو د خپل ګرفت او د عذاب نه ويروي۔ دا يـې چې واوريدل نو عبدُ المَلِک بن مَروَان بيا پۀ ژړا شو۔ بيا چې کله ښه شو نو پوښتنه يـې وکړه: د الله پاک فرمان دے:

مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا ۚۖۛ وَّ مَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍ ۚۛ (پارہ:3، آلِ عمران:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خپل ټول ښه او بد اعمال به خپلې مخې ته موجود مومي۔

د دې څۀ مطلب دے؟ اوئې فرمائيل: د قيامت پۀ ورځ به هره وړه او غټه ګناه د بنده مخې