Book Name:Hum Aur Social Media
نو ريا کوونکو ته به وئيلے شي: د هغوئي خوا له لاړ شئ چا ته چې به مو پۀ دُنيا کښې خپل اعمال ښودل۔ ([1])
دے حُسْنِ اخلاق کی دولت کر دے عطا اِخْلاص کی نعمت
مجھ کو خزانہ دے تقویٰ کا یااللہ! مری جھولی بھر دے([2])
(6): پۀ موادو شئیر کولو کښې احتياط کوئ!
د سوشل ميډيا شپږم احتياط دا دے چې پۀ سوشل ميډيا پۀ موادو شيئر (share) کولو کښې دې ډير احتياط وکړے شي! * ډير د دروغو خبرې پۀ سوشل ميډيا باندې روانې وي، دا مخکښې مۀ ليږئ! * هره هٰغه خبره کومه چې د فتنې سبب جوړيدے شي * کومه چې خلق د نيکۍ نه لرې کولے شي * د کومې پۀ سبب چې پۀ مسلمانانو کښې نفرت خوريدے شي * کومه چې د چا د زړۀ د ازاريدو سبب جوړيدے شي * پۀ کومو خبرو باندې چې اِسلام او سُنِّيت ته نقصان رسيدے شي، داسې خبرې مۀ پخپله لولئ! مۀ يـې ګورئ! مۀ داسې خبرې مخکښې ليږئ!
او يوه اهمه خبره * چې د قرآنِ کريم آيت وي * حديثِ پاک وي * يا څۀ شرعي مسئله وي، تر څو پورې چې مو د يو مستند عاشقِ رسول عالِمِ دِين نه تصديق نه وي کړے، تر هٰغه وخته پورې يـې وړاندې هيڅکله هم مۀ ليږئ! پۀ دې کښې سخته خطره ده۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰہِ کَذِبًا (پارہ:7، سورۂ انعام:21)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغۀ نه زيات ظالم څوک دے چې پۀ الله پورې دروغ تړي۔
معلومه شوه چې پۀ الله پاک پسې دروغ تړونکے د ټولو نه لوئي ظالِم دے، د مثال پۀ