Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

کښينه او د دې منظر د جوړونکي پۀ ياد کښي مصروفه شه۔۔۔!! ([1])

نہ غرض کسی سے نہ واسطہ                                                                                                   مجھے کام اپنے ہی کام سے

تیرے ذِکْر سے، تیری فکر سے                                                                                 تری یاد سے، ترے نام سے

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د الله والؤ ښکلے انداز۔۔۔!! د قدرت ښکلو نظارو ته کتل جائز دي، پۀ دې کښې ګناه نشته خو دا الله والا دي، د الله پاک سره محبت کوونکي خلق دي، د الله پاک پۀ ياد کښې به داسې مصروفه کيدل چې د دې طرف نه به يـې پام نۀ اړولو او بَل طرف ته به نۀ متوجه کيدل۔

مونږه او سوشل ميډيا (Social   Media)

افسوس چې اوس خو زمونږه حال بالکل بدل دے۔ اول خو د الله پاک د ياد د پاره هډو وخت نه اوباسو، پۀ دُنيا کښې دومره انښتي يو چې شپه ورځ د ګټلو، خوړلو وغيره خيال راسره وي، باقي کسر يـې سوشل ميډيا تمام کړے دے۔ بس موبائل پۀ لاس کښې دے، د دُنيا او د جهان نه بے نيازه بس پۀ دې کښې انښتي يو * پۀ فيس بُک (Facebook) * يُوټيوب (YouTube) * انسټا ګرام (Instagram) * وغيره باندې فضول پوسټونه ګورو، د ګناهونو نه ډک ريلز (Reels) ګورو، پۀ ټِک ټاک (Tik Tok) باندې ويډيو ګانې ګورو، فضول سکرولنګ کوو، ډيرې ګينټې پۀ دې فضولياتو بلکې د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې تيريږي، نۀ مو ترينه د دُنيا فائده واخستله او نۀ مو د اخرت څۀ تيارے وکړو، داسې دُنيا هم برباده شوه او اخرت هم تباه شو۔۔۔!!

نہ خدا ہی ملا نہ وِصالِ صَنَم

نہ اِدھر کے رہے نہ اُدھر کے رہے


 

 



[1]... تذكرة الاولياء، باب هشتم، ذكررابعة رحمة الله عليها، ١/٧٢.