Book Name:Hum Aur Social Media
کښې يم۔ ما عرض وکړو: څۀ تادي ده؟ اوئې فرمائيل: الله پاک دې پۀ تا باندې رحم وکړي، هيڅ پته نه لګي چې کله به ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام راځي (يعنې معلومه نه ده چې ژوند څومره پاتې دے، ځکه ما ته ډيرې نيکۍ جمع کول دي، دا تادي ده)۔ (حفظ العمر، ص:۴۹)
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! دا وو د الله پاک نيکان بندګان، د اخرت تياري کوونکي خلق۔۔۔!! زمونږ سره خو ډير وخت دے، درې څلور ګينټې خو پۀ سوشل ميډيا باندې داسې فضول ښه پۀ اسانه تيروو، افسوس چې زمونږ سره د وخت هيڅ قدر نشته خو ياد ساتئ چې ژوند مو پۀ کومو کارونو کښې تير کړے دے، د قيامت پۀ ورځ به د دې حساب ورکول وي۔
بے شکه هغوئي پۀ لويه ګمراهۍ کښې دي
علامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو ځل حضرت منصُور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه عبدُ المَلِک بن مَروَان خوا له تشريف يوړلو، خليفه وه وئيل: اے منصوره! زۀ تاسو له يو کال وخت درکووم، د يو سوال جواب ولټوئ او راوړئ! هغه سوال دا دے چې د ټولو نه زيات عقل مند څوک دے؟ او د ټول نه زيات جاهل څوک دے؟ د عبدُ المَلِک بن مَروَان سوال يـې چې واوريدو نو حضرت منصور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واپس لاړو، لا د محل دروازې ته نزدې شوے وو چې واپس راغلو۔ عبدُ المَلِک بن مَروَان وه وئيل: واپس ولې راغلې؟ اوئې فرمائيل: جواب ميلاؤ شو، هغۀ دا چې د ټولو نه زيات عقل مند هغۀ دے څوک چې نيکۍ هم وکړي او د الله پاک نه هم ويريږي او د ټولو نه زيات جاهل هغۀ دے څوک چې ګناه کوي او بيا هم خپل ځان د عذاب نه محفوظ ګڼي۔ دا د عبرت نه ډک جواب يـې چې واوريدو نو عبدُ المَلِک بن مَروَان بے اختياره پۀ ژړا شو، دومره يـې وژړل، دومره يـې وژړل چې پۀ اوښکو باندې يـې جامې لمدې شوې۔ بيا يـې وه وئيل: اے