Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

د حديث د تحقيق غلطه طريقه

يو اهلِ عِلم دے، هغۀ وائي چې زۀ يو ځل د کتابونو دُکان ته لاړم۔ هلته يو کَس موجود وو، شايد چې څوک د بدې عقيدې والا وو، بهر حال! زيات تعليم يافته نه وو۔ هغۀ د صحابئ رسول حضرت امير معاوِيَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې منفي خبرې شروع کړې۔ ډير څۀ يـې وه وئيل، نو د هغۀ د پوهه کولو د پاره ما يو حديثِ پاک بيان کړو، هغۀ زر وه وئيل: چرته ليکلے شوے دے دا حديثِ پاک۔۔۔؟ حواله وښايه! هٰغه اهلِ عِلم وائي: زۀ خو د کتابونو پۀ دُکان کښې ووم، د مکـتبة الـمدينه کتاب: فيضانِ امير مُعَاوِيَه هلته پروت وو۔ ما کتاب راواخستو او هٰغه حديثِ مې ورته سره د حوالې وښودلو۔

هغۀ حديثِ پاک پۀ خپلو سترګو باندې وليدلو، پخپله يـې ولوستو، پکار خو دا وه چې هغۀ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان مبارک مخې ته سر ټيټ کړے وے، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان يـې منلے وے خو۔۔۔!! اوئې وئيل: ښه ټيک ده۔۔۔!! زۀ به دا حديث پۀ ګوګل (Google) باندې سرچ (Search) کووم، بيا به يـې څۀ نتيجه راوباسم۔

‌لَا ‌حَوْلَ ‌وَلَا ‌قُوَّةَ إِلَّا بِااللہِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْم...!! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د افسوس خبره ده۔ سوشل ميډيا، انټرنيټ وغيره د عِلمِ دِين زده کولو ذريعې نۀ دي۔

عِلمِ دِين د چا نه زده کول پکاردي

پۀ مسلم شريف کښې دي: دا عِلم ستاسو دِين دے، بس غور وکړئ چې تاسو خپل دِين د چا نه زده کوئ۔۔۔!

آيا تاسو ته معلومه ده چې زمونږه اَسلافو (يعنې بزرګانِ دِين) حديثونه مبارک څنګه راجمع