Hum Aur Social Media

Book Name:Hum Aur Social Media

ميډيا هم د ښه کارونو د پاره استعمالوئ! د داسې کارونو د پاره يـې استعمالوئ! د کومې چې پۀ دُنيا يا پۀ اخرت کښې فائده وي، پۀ کومو کښې چې تاسو ښه نيتونه کولے شئ، ګنې نو د دې نه لرې اوسئ!

(3): وخت مقرر کړئ!

خپل ټائِم ټيبل (Time table) جوړ کړئ! او د سوشل ميډيا د مقصدي استعمال د پاره هم يو خاص وخت کيږدئ! صرف پۀ هٰغه وخت کښې يـې استعمالوئ! داسې دا احتياط هم وکړئ چې کله هم موبائل پۀ لاس کښې راخلئ، د هغې نه مخکښې ښه ذهن جوړ کړئ چې زۀ د کوم مقصد د پاره موبائل راخلم، بيا چې کله هٰغه مقصد پوره شي نو موبائل کيږدئ! د دې نه علاوه نور ايپلي کيشنز وغيره ته مۀ ځئ!

(4): کور والؤ له وخت ورکوئ!

د کور والؤ د پاره پۀ خاص کړے شوي وخت کښې موبائل مۀ استعمالوئ! بلکې هٰغه وخت موبائل د خپل ځان نه لرې کړئ! دا ډير اهم پوائنټ دے۔ افسوس چې د سوشل ميډيا پۀ وجه خلق خپل کور والؤ له، خپلو بچو له پوره وخت نه ورکوي، ياد ساتئ! زمونږه ښکلے دِينِ اِسلام مونږ ته د سوشل لائف (Social life) تيرولو ترغيب راکوي، يعنې مونږ له پکار دي چې د خپل کور والؤ سره، خپلوانو او عزيزانو سره وخت تيروو، هغوئي له وخت ورکوو، د هغوئي سره کښينو، خبرې ورسره کوو، د هغوئي فريادونه اورو، هغوئي له د نيکۍ دعوت ورکوو او د هغوئي سره ښه سلوک کوو او د نيکو والا ژوند تيروو۔

(5): د ریا نه ځان ساتئ!

خپلې نيکۍ پۀ ځان پورې محدود ساتئ! دا پۀ سوشل ميډيا باندې مۀ شيئر کوئ! دا يو عام رُجحان جوړيږي چې خلق د سوشل ميډيا پۀ ذريعه خپل نيک کارونه خوروي۔ پۀ